د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارغندۍ او چهاردهي خلکو له حامد کرزي په ملاتړ غونډه وکړه

د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين 08.08.2009 23:04

نن د پنجشنبې ورځ چې د روان کال د زمري د میاشتې پینځلسمې نيټې سره سمون لري، د ارغندۍ او چهاردهي خلکو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ لویه غونډه وکړه، غونډه چې د سهار لس بجې پیل شوه، په پیل کې د قران کریم څو مبارک ایتونه تلاوت کړل ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو، ورپسې ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د حزب اسلامي ریئس خپله وینا واوروله: نوموړي په خپلو خبرو کې  وویل چې: بهرني ځواکونه دوه څیزونه نه غواړي، چې زمونږ هیواد دې ترې برخه من شي، لومړی: دا چې بهرنیان هېڅکله نه غواړي چې دې هېواد کې د امن وي او سوله  راشي، ځکه دوی دلته د ابد لپاره ځان میشت کیده غوا ړي ان تردې چې زه او ته یې هم په دې ډاډه  کړي یو چې که بهرنیان نه وي نو زموږ ژوند کې امن نشته ، دویم دا چې: بهرنیان هېڅکله نه غواړي چې هېواد د په خپل اقتصاد متکي وي،  نوموړی وویل چې: دا ریښتیا خبره ده چې هېواد  سره مرستې وشوې، خو اتیا سلنه یې ټولې ددوی لخوا مصرف شوې، دوی  کومه تولیدي پروژه نه ده ترسره کړې بلکه ټولې ټولې پروژې مصرفي ده، نو ددې نه معلومیږي چې بهرنیان نه غواړي زموږ هېواد دې په خپل اقتصاد متکي شي.  ارغندیوال زیاته کړه: مونږ له ښاغلي حامد کرزي سره وکتل او د شرطونو په وړاندې کولو سره چې د ښاغلي حامد کرزي لخوا منل شوي، زموږ حزب په ټاکنو کې د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ کوي، ارغنیدوال وویل: چې مونږ په نورو نوماندو غږ وکړ خو هيڅوک حاضر نشول، بلکه په خپلو جهادي کسانو مو هم غږ وکړ تر څو دا شرطونه ومني، یوازې ښاغلی کرزی ؤ چې زموږ دا شرطونه یې ومنل:

لومړی: نظام به ټول په اسلامي اصولو ولاړ وي، هره پېښه به د قرآن کریم د ایتونو په رڼا کې حل او فصل کیږي او دولت به د اسلام مبارک دین ته وفادار وي،

دویم: د بهرنیو ځواکونو لپاره به وخت ټاکل کیږي او د هغه وخت په تېرولو سره به دوی له هېواده بهر وځي.

دریم: د هغو رسنیو او مطبوعاتو جدي مخه به نیول کیږي چې د  اسلام مبارک دین او زموږ له عنعناتو سره په ټکر کې دي.

 ورپسې (له حامد کرزي څخه د ولسي ملاتړ دفتر) استازي ښاغلي غرزي خواخواږي په خپل وار سره خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې دریو مهمو ټکو ته اشاره وکړه: چې ښاغلی حامد کرزی به په خپله راتلونکې دوره  کې دې دریو مهمو ټکو ته لومړيتوب ورکوي:

اول: ښاغلی حامد کرزی به له بهرنیانو سره سل په سل کې کیني او د دوی د صلاحیتونو حدود به مالوموي، دده په وینا چې کوربانه باید د کوربانه حیثیت ولري او مېلمانه باید د مېلمنو په ځای کښیني،

دویم: ښاغلی حامد کرزی به له مرورو ډلو(طالبانو او حزب اسلامي) سره خبرو ته کینی او دوی سره به د ښاغلي ملک عبدالله په مرسته توافق ته رسیږي او دولت کې به ورته پوره ونډه ورکوي،

دریم: ښاغلی حامد کرزی به له ګاونډیو هېوادونو سره  کښیني او که کیدای شي د امن د جرګې په دایرولو سره دا روانې ستونزې حل کړي