د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني په شيرين تګاب او دولت اباد کې ور په ور کمپاين وکړ او د فارياب مرکز ميمنې ته روان دی

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين دفتر 08.08.2009 17:28

مطبوعاتي اعلاميه

ولسمشرۍ ته خپلواک کانديد ميرويس ياسيني دا مهال د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ټاکنيز کمپاين کوي. په خپله پياده په ښارونو او سيمو کې په ولسونو ګرځي او ور په ور کمپاين کوي.

په دې سلسله کې نوموړي د جوزجان د اخچه په ولسوالۍ کې یوې سترې غونډې ته وينا وکړه او تر هغې وروسته د شيرين تګاب او دولت اباد ولسوالۍ ته ولاړ. په دې ولسوالیو کې هم وګرځېد او په مرکزونو کې یې په خلکو خپل ټاکنيز کارتونه په خپله وويشل.

په دې ولسواليو کې یې هېوادوالو تود هرکلی وکړ. د شيرين تګاب د ولسوالۍ په بازار کې ورته سلګونه هېوادوال په داوطلبانه توګه راغونډ شول، ميرويس ياسيني پرې خپل ټاکنيز کارتونه وويشل او خپله تګلاره یې ورته روښانه کړه.

په دې لړ کې له ميرويس ياسيني څخه د شیرین تګاب ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالله او ملا غلام حکيماو د دولت اباد د ولسوالۍ استاد رحمت الله او حاجي فضل خان د خپلو قومونو په استازيتوب له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ.

ميرويس ياسيني دا مهال د لسګونو موټرو او سلګونو هېوادوالو په بدرګه د دولت اباد له ولسوالۍ د فارياب مرکز ميمنې ته روان دی. هلته به سبا ته یوې لویې غونډې ته وينا کوي.

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر

د معلوماتو لپاره  د افغانستان په شمال کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کاروان سره په دې نمره اړيکي ونيسئ:

۰۷۰۰۲۵۱۸۰۳

په خپله د ميرويس ياسيني سره په دې نمره اړيکي نيولای شئ:

۰۷۹۹۰۱۰۱۹۹

 Yasini.compaign@gmail.com

www.mirwaisyasini.af