ميرويس ياسيني به سبا په فارياب کې وي او په خوست کې یې دفتر پرانيستل شو
07.08.2009 21:50جمعه د زمري ۱۶ ، ۱۳۸۸
۱. ميرويس ياسيني سبا د فارياب په تاخچه سيمه کې ولسي غونډې ته وينا او ور په ور کمپاين کوي:
ټولو رسنيو ته خبر ورکوو چې ولسمشرۍ ته خپلواک نوماند ميرويس ياسيني نن په سمنګانو کې ور په ور کمپاين وکړ او سبا به فاريات ته ځي. د فارياب ولايت د تاخچه په سيمه کې به یوې ولسي غونډې ته وينا کوي او هلته به په کورونو ګرځي تر څو خپل پيغام په خپله خلکو ته ورسوي.
له فاريابه وروسته به ميرويس ياسيني د بلخ په مزار شريف او سرپل ولايتونو کې هم غونډې او کمپاين کوي.
ور په ور کمپاين دا موخه لري چې د ميرويس ياسيني د ((بدلون او نجات پيغام)) د هېواد په ګوډ ګوډ کې د دروازو د ټکولو او ښارونو، کلو او بانډو کې خلکو سره د کتلو له لارې خلکو ته ورسوي.
۲. خوست په ولایت کې د میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین دفتر پرانیستل شو.
دغه دفتر د خوست د خلکو په دوامدارو غوښتونو په پایله کې تیره ورځ د بخمل په مشرۍ پرانستل شو، ددغه دفتر مسوولیت به ښاغلی بخمل چې د خوست ولایت اوسیدونکی دی په غاړه لري.
ددفتر د پرانستلو په لومړی ورځ د خوست ولایت په سلګونو تنو چې د دفتر د پرانیستلو پر مهال حاضر ول، خپل ملاتړ د ولسمشری له نوماند میرویس یاسیني څخه اعلان کړ.
خلکو میرویس یاسینی یو غوره نوماند وباله او ویی وویل چې دوی به یی هر ډول ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې د خوست ولایت د نادر شاه کوټ په ولسوالی کې په سلګونو تنو د یوې غونډې په ترڅ کې د میرویس یاسیني څخه خپل ملاتړ وښود.
یاده شوې غونډه کې قومی مشرانو، مخورو ، سپین ږیرو، او ځوانانو برخه اخیستې وه.
دوی میرویس یاسینی د افغانستان د مشرتابه لپاره یو غوره شخصیت وباله.
په خوست او لويه پکتيا کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين سره په دې نمره اړيکې ونیسئ:
ښاغلی جبراييل خان: 0706050220