د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بنګله دیش کی افغانو محصلینود ډاکټرصاحب اشرف غنی احمدزی نه خپل ملاتړاعلان کړو

په بنګله دیش کی د محصلینو دټولنی استازی رفیق الله هاند. 07.08.2009 22:47

په بنګله دیش کی د افغانو محصلینود ټولنی په استازیتوب:

دا چه دافغانستان دپاره د راتلونکو ټولټاکنو وخت درارسیدو په درشل کی دی نو ځینو خلکو مخکی د مخکی نه د خپلی خوښی کاندیدان غوره کړی دی چا د روپو په مقابل کی خپل کاندید غوره کړی دی چا د وزارتونو او ولسوالیو د ولایت کیدو دوعدو پخاطر خپل کاندید غوره کړی دی او چا د سمت ، قومیت،ګند او حزب پخاطر خپل کاندید غوره کړی دی چه دا ټول هغه څه دی چه دا افغانستان د جوړوالی پر ځای د خرابۍ کندی ته بیایی .دا ځګه چه دلته اهلیت او وړتیا د پامه غورځیږی. لکه څرنګه چه ما نوموړو اشخاصو ته اشاره وکړه .مانا دا چه بعضی د دوۍ نه د یو څو روپو په مقابل کی رایه ورکوی اګرکه دغه کاندید یو مجرم هم وی او بعضی د دوۍ نه د قوم ،ګند او حزب پخاطروایی چه اوه مونږه دغه نوموړی کاندید ته رایه ورکووځکه چه هغه زمونږه د حزب نه دی زمونږه د قوم نه دی زمونږ د سمت نه دی اګر که دغه کاندید یو غل ،ډاکو،ټوپک مار هم وی نو دا ډول ټولټا کنی ډیر بد عواقیب او پایلی لری او دا ځکه همدا مونږه او تاسی ولس یو چه راتلونکی زعیم ټاکو دا نو اوس زمونږه پلاس کی ده چه پر ځان یو نااهله ګمارو او که یو اهل او وړ.نو ګرانو هیوادوالو راځۍچه  نور د ژوند حقیقت ته راشواو د جهالت دغه تورتمی لاری نوری پریږدو او د ا لله تعالی په وړاندی نوره خپله غاړه خلاصه کړو  اوخپل  راتلونکی یو اهلی کار ته پلاس کړو.خو اوس پوښتنه دا راپورته کیږی چه څوک اهل دی او ځوک نااهله دا نو د لمرغوندی په ډاګه ده چه ډاکټر صاحب اشرف غنی احمدزی یواځینی وړاو اهل نړیواله علمی څیره ده په علمیت او رتبه کی هم تر نورو مخکښ دی .کاری تجربه او پلان یی هم په ډاګه دی او که شالید او بیاګرونډ ته یی اوګورونو نه یی افغانستان خرڅ کړی  ،او نه ټوپک سالار تیر شویدی ،نه یی فدرالیزم غوښتی . او نه یی لاسونه د ملت په وینو سره دی . او نه یی د شهیدانو او یتیمانو په هیلو لوبی کړی . پاک شالید ، پس منظر او نړیوال شهرت لری.او یواځی همدی کولی شی چه دافغانستان دا موجوده کشاله او جاله ددی طوفانی سمندر نه وباسی . نو په همدی خاطر مونږه   ټولوافغانومحصلینود ډاکټرصاحب اشرف غنی احمدزی نه خپل ملاتړ اعلان کړو.او ددی پر څنګ کی مونږه ټولو افغانانوورونو باندی غږکوو چه خپلی رایی ډاکټر اشرف غنی اخمد زی ته ورکړی .ځکه دا زمونږه د ولس د ټولو ملی وجیبه ده چه خپلی رایی پرځای او وړځای کی استعمال کړو.