د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سرپل كې د سنچارك ځوانانو ټولنې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ

شمال زون د ټاكنيزو مبارزو دفترمطبوعاتو څانګه 05.08.2009 16:14

د سرپل ولايت په لسګونو مشرانو او د سنچارك ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې، نن د زمري په ۱۴مه، په سرپل كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ وښود.

د يادې شوې ټولنې مشر انجنير هدايت الله وويل، چې ددوى ټولنه شاوخوا ۱۵۰ تنه غړي لري، چې ټول به يې اشرف غني احمدزي ته په رضاركارانه ډول كمپاين وكړي.

نوموړي زياته كړه: ((مونږ له وړاندې اشرف غني احمدزي ته كمپاين كاوه))

ددغې ټولنې مرستيال ثمر الدين هم د خبرو په ترڅ كې، له اشرف غني احمدزي ملاتړ وكړ.

د سرپل ولايت يو مشهور عالم، مولوي عتيق الله د كرزي پر تېرې دورې نيوكه وكړه او ويې ويل، چې دده په دوره كې، د سرپل پر پښتنو پوره ظلم شوى دى.

نوموړي همدارنګه وويل، چې د كرزي تېره دوره له اداري فساد او بې عدالتۍ هم ډكه وه.

هغه د غونډې په ګډونوالو غږ وكړ، چې اشرف غني احمدزي ته كار وكړي.

په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو مركزي دفتر مرستيال مجب الرحمن لحاظ له راغلو مشرانو څخه مننه وكړه او زياته  يې كړه، چې اشرف غني احمدزى د افغانستان ولس ته مالوم دى او ټول خلك يې پېژني.

د نوموړي په وينا، اشرف غني احمدزى د ټولو افغانانو هيله ده او د ولسمشرۍ لپاره وړ شخصيت دى

نظام الدين مستمندي، په شمال كې د اشرف غني د كمپاين مركزي دفتر د اړيكو مسوول وويل، چې اشرف غني احمدزى شخصيت او معقوليت لري.

نوموړي زياته كړه: ((څرنګه چې نړيوالو، له اشرف غني احمدزي څخه ګټه پورته كړې، مونږ هم بايد له اشرف غني احمدزي څخه ګټه پورته كړو))

د يادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د سرپل ولايت په سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسواليو كې ورته غونډې جوړې شوې وې.