د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بروسل کې د اشرف غني په ملاتړ غونډه وشوه

پوهنیارسیدحضرت 05.08.2009 13:12

د2009 کال داګست په دوهمه چه د1388 لمریزکال دزمری یااسدمیاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لری، د بلجیم
هېوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښارکې دافغان کلتوری بهیرپه نوښت په ګران افغانستان کې دولسمشرئ ټولټاکنوته دنوماند ملی، سیاسی اوعلمی نړیوال شخصیت ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزی په ملاتړ غونډه وشوه.

غونډه دماښام په اوو بجودعظیم الشان قرآن په تلاوت پیل شوه. ورپسې دټولنې دمشرتابه جرګې غړی ښاغلی الحاج

امین باوری دغونډې پـرانستونکې وینا واوروله. ښاغلی باوری په خپله هراړخیزه وینا کې دولسمشرئ په ټولټاکنوکې دګرانوافغانانودبرخه اخیستنې اوپه هغوکې وړکس ته درایې ورکولو پراړتیا اواهمیت په هراړهیزه توګه خبرې وکړې. نوموړی داوسنی مشرتابه پرکړنواوکمــیو اونواقصوباندې رڼا واچوله او زیاته یی کړه چه اوسنئ مشرتابه دراتلونکی لپاره دډیروافغانانوبی باورئ اواندیښنې راپارولی دی. نوموړی داهم وویل چه داوسنی مشرتابه کړنوته په لیدو هغې ته بیا رایه ورکول ددیموکراسئ اعتبارته هم لوی زیان رسوی پدې معنی چه ملت به دافکروکړی چه خدای مه کړه لکه چه په افغانستان کې جمهوریت هم میراثی شو. دوی زیاته کړه چه دشفافواوعادلانه ټاکنوپه صورت کې اوسنئ مشرتابه دبیاګټلوهیځ چانس نلری څکه ملت ډیرستړئ شوئ اوحتی داوسنئ مشرتابه دوعدوداوریدلوتوان نورنلری. دملت سره په تیرووروستیوکلونوکې ډیره ناغیړی شویده، چایی مشکل ورحل نه کړ،څوک یی دردونو ته دوا نه شواونه یی هم څوک ټپونو ته مرهم . کوډلې یی کنډوالې اوکنډوالې یی خاورې اوبیا ایرې شوې. .ددې خوارملت امنیت، ښوونې او روزنې ، روغتیا، اقتصاداو په لنډبیان دژوندانه ټولوبرخو ته په نیـشت سره پاملرنه شویده. ښاغلی باوری وویل چه په دغه ډول یو حالت کې نوی ولسمشرته دیوه نوی کاری ټیم سره اړتیا ده. داسې یوه ولسمشرته چه دخلکو،ملت اوهیواددآرامئ، آبادئ اوسرلوړئ فکرورسره وی. په تقوی اوپرهیزګارئ کې لوړه درجه ولری ، داسې یو ولسمشر چه قاطعیت ولری ، جدی خو عادله وی ، افغانستاان اودهغه ملی ګټو ته وفاداره وی اوبالاخره دلوړو زده کړو خاوند او دافغانستان دراتلونکی لپاره یوه منطقی ستراتیژی او یواوږدمهاله علمی اوعملی پروګرام ولری. دوی زیاته کړه چه ترټولو غوره نوماند ولسمشرئ ته وړکس دافغانستان اونړئ په کچه بیژندل شوې ملی، سیاسی اوعلمی څېره اوشخصیت ښاغلئ ډاکټراشرف غنی احمدزئ وباله اوهغه یی دافغانستان کړکېچنوحالاتوته په لیدو ددې بیوزله خوقهرمان افغان ولس ددردونو دوا اودهغه پروګرام یی دافغانستان داوس اوراتلونکی لپاره مناسبه نسخه وبلله. ښاغلی امین باوری په پای کې دیوپیغام په ډول له ګرانوافغانانوځخه وغوښتل چه خپله رایه په پوره ایماندارئ او زړه ورتیا وکاروی . او دزور اوزر والا دې وپوهول شی چه افغانان ددې ټولو ناخوالو سره سره یوآزادملت دئ اوخپل انتخاب لری.

ورپسې دټولنې دمشرتابه جرګې غړی ښاغلی ډاکټرګل افضل غونډیوال دخپلې ویناپه ترڅ کې په تیرو وروستیوکلونو کې دهیواد داوسنۍ مشرتابه کړنوته ځغلنده نظرواچاوه اودهغه ناخوالو اوستونزویادونه یی وکړه چه داوسنی نامتجانسه دولتی مسوولینو له برکته یی افغان ولس ګالی. ښاغلی غونډیوال دا هم وویل چه داوسنۍ دولت دناکامې اقتصادی پالیسۍ په وجه دافغانستان زیاتره برخې په تیره بیا پښتنی سیمې لا نورې خوارې شوې ، دهمدې اقتصادی اودولتی مافیا له وجې دخلکواوملت جایدادونه چورشول ، دمخدره موادوقاچاق ښه پرمختګ وکړ او امنیت لاپسی ګډوډ شو. اوداسی ښکاری چه دولت دهیواد اوولس لپاره هیڅ ډول پرمختیایی ،امنیتی اودثبات پروګرام نه لری. دوی زیاته کړه چه نورنوافغانان ددغه ډول یوبی پلانه اوبی پروګرامه حکومت اودولت زغم نلری اوباید چه دا ولسمشر په دیموکراتیګه توګه دټولټاکنوله لاری خپله څوکۍ یوبل عادل اوهیواد ته دیوښه پروګرام څاوند نوماند ته پریږدی. ښاغلی ډاکټرغونډیوال وویل چه ولسمشرۍ ته ترټولوغوره کاندید ښاغلۍ ډاکټر اشرف غنی احمدزۍ بولی اوټول هیوادوال ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته درایی ورکولو لپاره رابولی.

له ښاغلی غونډیوال وروسته دټولنې دمشرتابه جرګې غړی پوهنیارسیدحضرت هیواد اوولس ته دښاغلی ډاکتراشرف غنی احمدزی دکړنلارې اوپروګرام په اړه خپله ویناواوروله اوهغه یی دهیواداوولس لپاره ترټولوښه ، غوره .علمی اوعملی

کړنلاره وبلله. نوموړی وویل چه دښاغلی اشرف غنی کړنلاره اوپروګرام زموږ دټولنې دنن ورځې یوه اړتیا اوبېله شکه چه په پلې کېدو به یی دهیواداوولس په ژوند کې سترمثبت بدلونونه راشی. دوی زیاته کړه چه ښاغلۍ اشرف غنی ولسمشرۍ ته ترټولوغوره نوماند دۍ ځکه نوموړۍ هم په ملی کچه افغانانوته دمنلواوباورکس دی اوهم دده نړیوال علمی شخصیت ته په کتو سره دوی د نړیوالې ټولنې ملاتړله ځانه سره لری ، چه دا پخپله ګران افغانستان ته دنړیوالې ټولنې ډیری مرستې اوپاملرنه جلبولاې شی . دښاغلی اشرف غلی بله ځانګړنه داده چه له فسادڅخه کرکه لری اوپه هیوادکې د دولت په کچه دهغه دریښودوچولولپاره منظم پلان لری اودده دبری په صورت کې به دفسادمرض له منځه ولاړشي اولکه پخپله ښاغلی اشرف غنی چه وایی سالمه اداره چه قانون پلۍ کړی، سالم امنیتی پوځ اوسالمه قـضا پخپله دفساد ریښی وچولاۍ شی. ښاغلی سیدحضرت زیاته کړه دښاغلی اشرف غنی بله ځانګړنه ددوی قاطعیت دۍ اوداهغه څه دی چه دنننۍ ادارې په وجودکې هیڅ نه لیدل کیږی اوقاطعیت دبری اوښې ادارې لپاره اړین دۍ. بله ځانګړنه هغه دښاغلی اشرف غنی په ټاکنیزکمپاین کې دټوپکمارانو اودجنګی ډلواوډلګیودمشرانو غیابت دۍ اوداسې معلومیږی چه ښاغلی اشرف غنی دنننی ولسمشرخلاف پر ټوپکمارانو اوجنګی ډلوټپلوهیڅ ډول تکیه نلری اوکه واک ولری نو دجنګی جنایاتو دمجرمینو عادلانه محکمه به هم پیل کړی. ښاغلی حضرت دخپلې وینا په پای کې هیوادوال دې ته راوبلل ترڅو ښاغلی اشرف غنی دخپل ولسمشر په توګه غوره کړی اوورسره یی ښاغلی حامدکرزی ته هم بلنه ورکړه ترڅو دګران افغانستان دملی ګټو پربنیاد دخپلې نوماندۍ څخه دښاغلی اشرف غنی په ګټه تیرشی اودتاریخ پدی شېبه کې خپل تاریخی رول اداء کی. اوله ښاغلی اشرف غنی څخه یی هم وغوښتل چه دهیچا په ګټه له خپل نوماندۍ څخه تیرنه شی که نه نو ولس ته به دډیرو پوښتنو اوشکونوترڅنګ لویه مایوسی ودریږی اوبیا به دا خوارولس دپنځونورو کلونولپاره دغمونو،دردونو ، ناخوالو،ستونزو ،بی امنیو، بی عدالتیواو فساد مېلمه وی . ځکه اوس زموږ په شان ولس هم همدافکرکوی چه دهیواد دولسمشرۍ لپاره وړکس ښاغلۍ اشرف غنی دی.

دغونډې بل ویناوال دټولنې دمشرتابه جرګې غړۍ ښاغلې ډاکټر تاج محمد وزیری وو نوموړی په خوراډاډ څرګنده کړه چه دولسمشرپه توګه دښاغلی اشرف غنی په راتګ سره به دهیوادوالو دژوندپه ټولوبرخوپه تیره بیا دروغتیا په برخه کې ډیر مثبت بدلونونه راشی ،پدې معنی چه دروغتیایی مافیا مخه به ونیول شی اودنوروبرخوترڅنګ به دروغتیا په برخه کې هم دفسادجرړې وایستل شی اوولس به دښوروغتیایی خدمتونو څخه برخمن وی.دوی داهیله هم وښوده چه نړیواله ټولنه به هم دبې پرې توب اودبشرحقوقوته ددرناوی داصل پربنیاد دافغانستان دښې راتلونکې لپاره په ټولټاکنو کې دهغو نوماندو څخه ملاتړونه کړی چه دټوپکمارواوجنګی جنایاتو دمجرمینولخوایی ملاتړ کیږی.

دښاغلی ډاکټرتاج محمد وزیری ترویناوروسته ښاغلی وحیدګل شیرزاد خپله وینا واوروله . نوموړی دخپلې وینا په ترڅ کې یادونه وکړه چه نن ترهروخت افغانان په تیره بیا پښتانه دولسمشرۍ یوه واحدنوماند ته اړتیا لری اوپه کارده چه پښتانه نوماندان په خپلوکې پریوه واحد کاندیدسره سلا شی که نه نو ولس به دنورو پنځو کلونو لپاره لالهانداوسرګردان شی. ده له نوماندانو وغوښتل چه دښاغلی اشرف غنی احمدزی په ډول ولس ته یوه واضح اوعملی کړنلاره وړاندی کړی داهغه څه دی چه دولسمشر حامدکرزی په شمول چه راتلونکی ولسمشرۍ ته مطرح نوماند هم دی ډیرۍ نوماندانو هغه تراوسه ولس ته نده وړاندی کړی.

دغونډې وروستۍ ویناوال له افغانستان څخه راغلۍ دبلجیم هیواد دبروسل ښار ددولتی پوهنتون دسیاسی علومو په انستیتوت کې افغان محصل ښاغلۍ محمداقبال وو. نوموړی دسیاسی علومو په رڼا کې دټولټاکنودارزښت په هکله خبرې وکړې. نوموړی په ډیموکراټیکواصولو ولاړانتخابات دټولنې د پرمختګ اوملی اونړیوال باور لپاره ډیراړین وبلل اوحالاتوته په کتوسره یی دشفافو اوعادلانه ټاکنوپه هکله خپله ژوره اندیښنه ښکاره کړه ، خوبیایی هم له ولس څخه وغوښتل په ټاکنوکې برخه واخلی ،ځکه ددوی په وینا حتی نیمکړی ټاکنې تر نه ټاکنو ښې وی. ښاغلی اقبال له ولس څخه په ټولټاکنو کې دسیاسی جرعت غوښتنه وکړه اوولس ته یی دهوښیارتیابلنه ورکړه اوویی ویل چه ولس ته پکارده ترڅو دځینونوماندو دیوې مړۍ ډوډۍ په بدل کې دبېځايه وعدو ښکارنه شی. نوموړی داهم زیاته کړه چه دځینو نوماندو په ملی جامو اویا هم داچه دملی اتلانوسره یی یوځای دعکسونوپوسترونه دملت دغولونې لپاره چاپ کړیدی ونه غولیږی. ځکه دا هغه کسان دی چه دوی ته قدرت په لاس ورغلۍ وو خودنن دجامو اوپوسترونوخلاف یی یوازی اویوازی دخپل قوم ،ژبې اوخپلو ولسوالیو په چوپړکې وه اودهمدې ولس اکثریت یی بی تاریخه اوبې کلتوره ګاڼه اودهمدې ولس ملی اتلان یی ددرواغواتلاتن ګڼل ، خونن بیا دهمدغه اکثریت اودهمدې ولس په جاموکې اوداتلانوسره په عکسی پوسترونو کی دټولټاکنو لپاره دځان په ګټه کمپاین کوی .نوولس باید هوښیاراوسی. نوموړی له نړیوالې ټولنې هم په کلکه وغوښتل ترڅودافغانانوترڅنګ دټولټاکنو دامنیت په برخه کې خپله مسوولانه ونډه هیره نکړی.

دغونډې وروستۍ برخه دښاغلی ډاکټراشرف غنی پر کړنلارې اوپروګرام باندې بحث ته ځانګړې شوې وه چه پدې برخه کې دغونډې برخه والو په پوره ګډون سره برخه اخیسته تربحث وروسته دهیواد اوولس لپاره دښاغلی اشرف غنی کړنلاره اواوږدمهاله پروګرام تایید شو.

دغونډې په پای کې برخه والوبوځل بیا دښاغلی اشرف غنی احمدزی پروړتیا ډاډځرګندکړاوله ولس څخه یی یوڅل بیا غوښتنه وکړه دهیواد دښې راتلونکی لپاره په ټولټاکنوکې خپله رایه چه یوامانت شمیرل کیږی وړنوماند یعنی ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته ورکړی.

غونډه دافغان ولس دبری ، هوساینې اوپرمختګ په دعا پایته ورسیده.

په درنښت

پوهنیارسیدحضرت