د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژبه ټکر نه مني

محمود مرهون 03.08.2009 16:31

ژبه ټکر نه مني

د ١٣٨٨ کال د سرطان د مياشتي څلورمه يا پنځمه به وه چي په ټولګۍ کي د ښوونکي لخوا پر دې خبره توند بحث روان وو چي ژبه ټکر نه مني هغه دا خبره هغه وخت رامنځ ته کړه چي يوه زده کوونکي له هغه و پوښتل چي استاذه سو معيار دى او که شو؟
هغه په خورا قهر ورته وويل چي ته تر اوسه په دې نه يې خبر بيا يې د ټولګۍ پر تخته دا دوې جملې وليکلې:
د احمد زوى و سو.
د احمد زوى وشو.
وروسته يې داسي پسي زياته کړه:
نو اوس که سو معيار وه ټاکو نو په ژبه کي ټکر رامنځ ته کيږي او خلګ په شک کي لويږي چي د احمد زوى پيدا سو او که و سوځيدى،ماته د ښوونکي دې استدلال ځکه خوند رانکړى چي موږ په پښتو کي د سوځيدلو لپاره سوچه او نږه تورى سوځيدل لرو او د پيدا کيدلو لپاره هم بل نږه او سوچه تورى زيږيدل لرو،دې خبرو مي لا په مغزو کي انعکاس کاوه چي د ښوونکي درس پاى ته وه رسيدى زه له ټولګى په همدې چورتونو کي را ووتم له يو بل ښوونکي څخه مي خپله د همدې موضوع په اړه پوښتنه وکړه او له هغه مي غوښتنه وکړه چي په دې اړه خپل نظر را سره شريک کړي هغه داسي راته وويل:
موږ ځکه شو کاره وو چي له فارسي،پارسي او دري سره مو واټن راسي هغه د خپلي خبري لپاره د است او نيست کليمې ماته را وه ښودلې چي موږ دا شته او نشته کاره وو د هغه دې خبري هم ډاډه نه کړم ځکه موږ په پښتو کي سو او نسو کليمې کاره وو چي هغه د شو او نشو په معيار کي دوې هغه کلمې دي چي د فارسي،پارسي او دري سره يوازي يو تور واټن راوړي هغه داسي:
است سته (لومړى الف له منځه ځي او په اخير کي يوه (ه) ورسره زياتيږي چي ده دو تورو واټن راځي)
نيست نسته(دهم تورى(ي)له منځه ځي او په اخير کي (ه)ورسره زياتيږي چي ده دو تورو واټن راځي)
او په:
شود شو(دلته يوازي اخيرنى (د)له منځه ځي او د يوه توري واټن راځي).
نشود نشو(دلته يوازي اخيرنى (د)له منځه ځي او د يوه توري واټن راځي).
نو دلته دا استدلال هم غلط را وزي.
دا خبرو همداسي ځورولم چي د سرطان د مياشتي په اتلسم ماښام مي يو موضوع په مغزو کي را وه ګرځيده سمدستي مي د کابل يوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځى درانه ښوونکي ښاغلي جمعه ګل لورين ته زنګ وه وهى او له هغه سره مي هغه موضوع داسي شريکه کړه:

ولاړ سه يو سه
ولاړسي يوسي
ولاړسې يوسې
ولاړ سو يوسو
ولاړ سى يو سى
ولاړسم يو سم

او يا هم :

را سه او سه
را سي او سي
را سې او سې
را سو او سو
را سى او سى
را سم اوسم

اوس کچيري موږ پورتنيو ګردانونو ته و ګورو نو په ښکاره توګه وينو چي دا کلمې له دوه کلمو څخه منځ ته راغلي هغه په داسي توګه چي د د هري کلمې مختاړه د يوه ګرامري اساس پر بنسټ رامنځ ته سوي او وروستاړي د يوه بل ګرامري اساس پر بنسټ هغه داسي چي په ټولو کلمو کي سو،سي،سى،سې،سه او سم شريک وروستاړي دي او ټول مختاړي د يو ډول فعلونو مغيره حالتونه دي هغه په دې مفهوم چي ولاړ د تګ مغيره حالت دى يو د وړلو مغيره حالت دي را د راتګ مغيره حالت دى او د اوسيدولو مغيره حالت دى.
نو کچيري موږ وه وايو چي شو،شي،شى،شې،شه او شم معيار دى نو دا خو په ژبه کي ټکر راځي نو دا ګردانونه بايد داسي و ليکل سي:

ولاړ شه يو شه
ولاړشي يو شي
ولاړشې يو شې
ولاړ شو يو شو
ولاړ شى يو شى
ولاړ شم يو شم

او يا هم :

را شه او شه
را شي او شي
را شې او شې
را شو او شو
را شى او شى
را شم او شم

دا خو مو په لوى لاس ځان ته جنجال جوړ کړى او دا خو له دې ځايه په زبات رسيږي چي دا معيار يو ناقص او بې ځايه معيار دى.
هغه نور څه نه راته وه ويل يوازي يې دونه راته وويل چي زه دي ټولي خبري منم ځکه چي زه د دې لپاره کوم بل دليل نه لرم.
د هغه سره مي د ټلفون اړيکه پاى ته وه رسيده په سهار چي کله پوهنتون ته ولاړم د څلورمو او د ريمو ټولګيو له ځينو زده کوونکو سره مخ سوم هغوى زما د مخکنيو ليکونو په اړه ځني پوښتني او نيوکي درلودى په دې پوښتونو کي په هغوى کي يوه وويل چي دا معيار خو د ګڼو ليکوالو لخوا منل سوى دى،موږ مجبور يو چي همدغه معيار و کاره وو که صحي وي او که غلط او يوه خو بيا دا هم وويل:چي په پښتو کي ډير زيات ټکرونه سته موږ بايد دا موضوعاتو پرېږدو زه لومړى ډير حيران وروسته ډير خواشينى سوم ځکه هغوى خپله دا مسئله منله چي په پښتو کي زيات ټکرونه سته مګر دا ئي هم ويل چي همداسي دي پاته سي.
زه له درنو لوستونکو څخه پوښتنه کوم کچيري په يوه خونه کي لس کسه ناست وي په هغو کي نهه شراب څښي آيا دا نهه پر حق دي که دا يو؟.
نو دا طبعي خبره ده چي دلته ستاسو ځواب دا دى چي هغه يو پر حق دى نو د لته د اقلييت او اکثريت مسئله بيخي له منځه ځي،نو دلته اوس دې ته اړتيا پيدا کيږي چي دا خبري بايد را وه شنل سي کره او ناکره معلوم سي او يو ټول منلى معيار رامنځ ته سي چي نه په ژبه کي ټکر پيښ کي او نه هم د چا د نيوکي ځاى پکښي پيدا کړل سي.

په درنښت
محمود مرهون
کابل_افغانستان