په عربي جمهوري ليبيا كي افغان محصلينو د مير ويس ياسيني نه ملاتړ وكړ
02.08.2009 21:33د ليبيا د عربي جمهوريت په پلازمينه طرابلس كي نن ديكشنبي په ماذديګر ددعوت اسلامي پوهنځي په ليليه كي راغونډ شوو ګڼ شمير افغان محصلينو د ولسمشري ته له كانديد الحاج مير ويس ياسيني خپل ملاتړ اعلان كړ.
غونډه د مسعود برهاني په بلنه راټوله شوي وه ,چي د دعوت پوهنځي ګردو محصلينو پكي ګډون درلود,غونډي ته اسد مياخيل, حيات مياخيل شفيق الله پاپينوال خبري وكړي.
ويناوالو د ياسيني په شخصيت او خدمتونو رڼا واچوله او د كرزي په 9 كلنه دوره خپل نظرونه څرګند كړه.
,يو تن وينا وال دډاكټر عبد الله خبرو ته په غبرګون وويل عبد الله وايي دي په افغانسان كي د رياستي نظام پرځاي صدارتي نظام غوره ګني او تش په نامه مجاهدينو ته چې ولس ته جنګسالاران پاټكيان او داړه ماران ثابت شوي د واكدارۍ غوښتونكي دي. نظام بدلول د افغانستان د ټوټي كولو ستاسي د زړه پلمه ده او تاسي هم زاړه جنګسالاران يي ,,
خو ماستر شفيق الله پاپينوال بيا د ولسمشري د كانديدانو سره د راتلونكي لپاره كوم روښانه او خرګند پلان نشتوالی په ګوته كړ , هغه د ياسيني صيب د كړنلاري ستاينه وكړه چي واي په افغانستان كي به اسلامي اقتصادي نظام پلي كړي اداري فساد به ورك او ګمركونه به كنټرول او شفافيت به رامنځ ته كړي او په افغانستان كي به زور بازي سمت بازي او نا اهلو ته دكار سپارلو مخنوي وكړي.
او د خپلو افغان مخاليفونو ورونو سره به په پراخه سينه د سولي خبري او هغو به پخلا كړي , په اخير كي ګډونوالو دالحاج مير ويس ياسيني څخه خپل ملاتړ او تاييد وښود.