د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کی د میرویس یاسینی د ملاتړ ترڅنګ له ډاکتر اشرف غنی هم ملاتړ وشو

میرویس خوګیاڼی 02.08.2009 13:56

په مصر کی د یو شمیر افغان محصیلنو له خوا ولسمشری ته نوماند ، ډاکتر اشرف غنی احمدزی په ملاتړ غونډه وشوه د غونډی ګډونوالوته د افغان محصیلنو د اتحادیه د ټولنیزو چارو مسول کریم الله (علم) او انجینر میرویس خوګیاڼی د ډاکتر اشرف غنی احمدزی د د ژوند لیک او د شخصیت په هلکه خبری وکړی او هغه یی یو پوه ، په دین او وطن مین او ولسمشری ته مناسب شخص وباله دوی له دولت او نړیوالو وغوښتل چی ټول ټاکنی باید شفاف اوسی او له درغلی مخنیوی وکړي.

دغه غونډه چی د انجینر میرویس خوګیاڼی په بلنه په قاهره کی جوړه شوی وه پکی کابو یو شمیر افغان محصیلنو ګډون کړی وو . د غونډی یو تن ګډونوال انجینر انعام الدین په روان حکمت نیوکه وکړه او وویل چی په تیرو څه د پاسه ۷ کلنوکی هغه څه چی باید شوی وای نه دی شوی او ټولی بهرنی ډالری مرسته حیف میل شوی دی او عامو خلکو ته هیڅ ډول مرسته نه ده شوی ، ده همدارنګه په روان حکمت کی د نشه یی توکو د کر او قاچاق به هکله هم اندیښنه وښوده .
دغونډی یو بل تن ګډون وال انجینر محمد نبی هاشمی د ټوټاکنو په خپلواک کمیسیون نیوکه وکړه او وی وویل :
کلنو کیږی چی دا اداره د کافی بودجه په لرلو سره د ټول ټاکنو په چاروبوخت ده خو وه یی نشو کړای چی د هیواد څخه بهر میشت افغانانو ته د رایی ورکول زمینه برابره کړی ځکه افغانان د نړی په ګوټ ګوټ کی اوسیږی او پکار ده چی د خپل روښانه راتلونکی لپاره د خپلی خوښی نوماند ته رایه ورکړی ، د همدارنګه د پورتنی نیوکی ترڅنګ زیاته کړه چی د زمری د میاشتی ټول ټاکنو ته د ۴۱ کسانو ځانونه نوموول د خواشینی ځای ، د ټول ټاکنو خپلواک کمیسیون باید داسی شرایط وړاندی کړی وای چی د دوی شمیره یی را ښکته کړی وه.

دا غونډه په داسی حال کی کیږی چی ‍څو ورځی د مخه هم په مصر کی د افغان محصیلونو د اتحادی یو شمیر نورو غړو د اتحادیه په مقر کی ولسمشری ته نوماند میرویس یاسینی په ملاتړ غونډه جوړه کړی وه .

د یادونی وړ ده چی په مصر کی کابو شاو خوا ۲۰۸ تنه افغان محصیلن په بیلا بیلو زدکړه بوخت دی

میرویس خوګیانی قاهره مصر