د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په نيمروز، ننګرهار او کونړ کې خلکو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر – کابل 02.08.2009 00:15

۱۰ جنګاښ ۱۳۸۸

 

نيمروز:

 نن د شنبې په ورځ د نيمروز په مرکز کې یوه لویه غونډه وشوه چې ۲۵۰۰ کسانو په کې برخه اخيستي وه او له ميرويس ياسيني د هغه له کاري ډلې او تګلارو یې ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته د یوسفزو قومي مشرانو ، د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مسولينو، ځوانانو او پیغلو خبرې وکړې.

د یوسفزو د قوم مشرانو چې مخکې په ستره غونډه کې په کابل کې له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړی و په خپلو خبرو کې وویل چې دوی ځکه له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ چې د ولس د خدمت لپاره رڼه تګلاره لري.

دوی وویل ميرويس ياسيني او کاري ډله یې غواړي چې د فقر او ولږې له منځه وړلو په موخه د حج او زکات پانګې جوړې کړي چې نه يواځې د فقر په ختمولو کې به مرسته وکړي، بلکه د زراعت او صنعت په پرمختګ او خلکو ته د کار په پيداکولو کې به بې ساري مرسته وکړي.

په غربي حوزه کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيزو هڅو مسوول عادل نورزي وویل چې ميرويس ياسيني په پام کې لري چې په بمباریو کې بې ګناه خلکو د وژنې د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي.

نوموړي په خبرو کې دا هم زياته کړه چې ياسيني په پام کې لري چې په افغانستان کې زراعتي او صنعتي کوچنۍ سوداګريزي هڅې پياوړي کړي او په دې موخه یو داسې بانک جوړ کړي چې په خورا اسانه شرايطو دهقانانو او د وړو دکانونو او شرکتونو څښتنانو ته قرضې ورکړي.

په غونډه کې برخه اخيستونکو له ميرويس ياسيني غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د خپلولۍ پالنې، واسطه بازۍ له منځه وړول لپاره هڅو ته دوام ورکړي. د ميرويس ياسيني د کمپاين مسولينو ژمنه وکړه چې همداسې به کوي او حاضرينو ته یې روښانه کړه چې په دولت کې خپلولي پالنه او واسطه بازي له منځه وړل د ميرويس ياسيني د تګلارې مهم ټکي دي او د بري په صورت کې به دا کار لومړيتوب ولري.

ننګرهار:

۱. بهسود ولسوالي:

 دننګرهارولايت په بهسودو ولسوالۍ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې په ملاتړغونډه جوړه شوه .

ياده شوې غوڼده چې ديادې شوې ولسوالۍ د دوبيله په سيمه کې جوړه شوې وه په سلګودولسوالۍ اوسيدونکوپګې گډون کړى وه اودخپلې ولسوالۍ بشپړ ملاتړيې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې څخه وکړ ، په غونډه کې دسيمې مشرانو قاري نعمت الله ، ملک محمدخان ، محمدنبي ، مولوى حميم  مولوى عباس ، عاشق الله عزيزي اوزمري ابراهيمخيل خبرې وکړې اودخپلورايو دورکړې لپاره يې ميرويس ياسينې يومستحق شخص وباله او دسيموپه خلکويې غږ وکړ چې خپلې رايې دولسمشرۍ په انتخاباتوکې ميرويس ياسينې ته ورکړي .

 ۲. هسکه مېنه او سپين غر ولسوالي:

 بل لورې ته دننګرهارولايت دهسکې مينې اوسپين غرولسوالۍ قومي مشرانو دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې دختيځو ولايتونودکمپاين مسؤل سيدعبدالغفارپاچاسره ديوې ليدنې وروسته خپل ملاتړ دميرويس ياسينې څخه اغلان کړ.

قومي مشران چې تعداديې نږدې درې سوه تنوته رسيده وويل چې ديادوشويو ولسواليو قومي مشرانو پريکړه کړې چې په خپلوسيموکې به ميرويس ياسيني ته کمپاين کوي او خپله رايه به ميرويس ياسينې ته ورکوي .

کونړ:

دا په داسې حال کې ده چې په کونړ ولايت کې هم دميرويس ياسينې په ملاتړيوه درنه غوڼده جوړه شوې وه چې دسيموقومي مشرانوپګې برخه درلوده دکونړولايت په اوسيدونکوغږ وکړ چې خپله رايه ميرويس ياسينې ته ورکړي ترڅو د مشرقي دسيمې څخه تيردلې څيره بريالۍ اودخدمت مصدر وګرځي .

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر – کابل
 وياند: ايمل یوسفزی
تيلي فون: ۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱

په ختیزو ولايتونوکې مطبوعات مسؤل عطاالله خوږياڼى: اړيکه ٠٧٩٤١٤١٢٠٠

برېښناليک: Yasini.compaign@gmail.com

ويبپاڼه:www.mirwaisyasini.af