د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرات ته د ميرويس ياسيني د سفر او غونډو راپور

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 01.08.2009 02:28

په هرات ولایت کې دندا قران مدرسې د میرویس یاسیني دانتخاباتي کمپاین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دندا قران مدرسې ۷۰۰ زده کوونکو دیوې غونډې په ترڅ کې د هیواد دراتلونکي لپاره تر ټولو غوره نوماند میرویس یاسیني وباله.

دوی وویل چې یاسیني یو دیني عالم دی او دی به وکړای شي چې ددیني مدارسواو ددیني علماوو سره هراړخیزه همکاري وکړي او دعلم دپرمختګ لپاره  به اړینې هڅې ترسره کړي.

 ندا قران مدرسه په هرات ولایت کې دغوره او مشهورو مدرسو څخه ده چې  ۷۰۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي په کې د قران زده کړې ترسره کوي.

 دهرات ولایت د ۱۵ ولسوالیو قومي مشرانو او دیني علماوو د میرویس یاسیني سره لیدنه وکړه او په بشپړ ډول یې دیاسیني دانتخاباتي هلو ځلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې غونډه کې چې دهرې ولسوالۍ په استازیتوب ۱۰ تنو قومي مشرانو او ۵ تنو دیني علماووګډون کړی وو ټولو په یوه خوله وویل چې دافغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره تر ټولو وړ او مناسب کس میرویس یاسیني دی.

 میرویس یاسیني دغونډې ګډونوالو ته خپل کاري پلانونه روښانه کړل او دبري په صورت کې دکار لومړیتوب داداري فساد لرې کول او په هیواد کې دسراسري امنیت راوستل وبلل.

همدارنګه میرویس یاسیني په څو بیلابیلو غونډو کې دهرات پوهنتون دیو شمیر استادانو، علماوو شورا، ښځینوو استازو او په هرات ولایت کې دمشرقي شورا دمشرتابه سره  لیدنه وکړه او ټولو د میرویس یاسیني دانتخاباتي کمپاین څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

ګډونوالو میرویس یاسیني یو عالم ،مجاهد او دټولنې له منځه راوتلی سیاست مدار وباله،

یاسیني وویل چې د پایلو تر وروستۍ شیبې به دکوم بل نوماند په ګټه تیر نشي او خپلو انتخاباتی هلو ځلو ته به دوام وکړي

 دمیرویس یاسیني مطبوعاتي دفتر

www.mirwaisyasini.af