د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې په غونډو کې ۶۰۰۰ تنو له ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 01.08.2009 01:20

په ننګرهارولايت کې په بيلا بيلوغونډوکې نږدې شپږزره تنو دغونډو په ترڅ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې ملاتړ وکړ.

 نن په هغه غونډه کې چې دجلال ابادښارپه ننګرهارهوټل کې جوړه شوې وه نږدې څلور زره تنوپکې ګډون کړى وه اوپه يوه خوله يې دولسمشرۍ لپاره دميرويس ياسينې او دولايتي شورا لپاره داجمل شيرزاد ملاتړ اعلان کړ.

 غونډې ته دولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې استازې مولوى عباس وينا وکړه،نوموړې وويل ددې لپاره چې په هيوادکې موبدلون راشي اوادارې فساد لمنځه ولاړى شي نوخپله رايه هغه چاته ورکړي چې تاسې پرې اعتبارولرى اوانشاالله ميرويس ياسينې هغه څوک دى چې ستاسې اعتباريې هميشه ساتلى اوساتي به يې .

 قومي مشر الله داد خان دخپلو خبرو په ترڅ کې وويل موږ کرزي ته خپلې رايې ورکړې چې خدمت راته وکړې خوهغه دخدمت په بدل کې زموږ اولادونه راووژل اودولتي ځمکې شخصي خلکوته ورکړي حال داچې په ننګرهارکې راستانه شوې کډوال په خيموکې پراته دي اوپه هماغوباندې دولتي ځمکه بسوه په اته لکه افغانۍ ديوشخصي تن لخوا پلور کيږي .

 دوى زياته کړه حامدکرزي مجاهدينوته دټوپک سالارنوم ورکړي حال داچې همداغه مجاهدينو هيواد ګټلى .

 دغوڼډې برخوالو وويل موږ دهمدې علت له مخې قصد کړى چې دکرزي دوره به نسکوره وه اوددغې چوکۍ لپاره به خپل کانديد ميرويس ياسينې بريالى کوو .

 په ورته وخت کې دننګرهارپه سرخرود ولسوالۍ کې هم دقومي مشرانويوه درنه غونډه جوړه شوې وه چې پکې قومي مشرعبدالجبارټکر،حاجي لالي اونورو قومي مشرانوخبرې وکړې اودولسمشرۍ نوماندميرويس ياسينې يومجاهد شخص په ګوته کړ اوويې ويل چې موږ هم مجاهدين يو نوځکه دخپلې سيمې مجاهدوروسره نه يواځې ملاتړکوو بلکې دکاميابيدولپاره  يې خپل ځاني اومالي مرستوته تياريو .

په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسينې دکمپاين استازي مولوى عباس دقومي مشرانوله خبرو ډېره زياته مننه وکړه اوډاډيې ورکړ که ياسينې بريالى شي نوکاربه اهلې کارته سپاري .

 همداراز د ننګرهارولايت چپرهارولسوالۍ دغزو په قريه کې دقومي مشرانو غونډه وشوه.

 قومي مشرانو وويل هيواد مو دامهال يوژور بدلون ته اړتيا لري اوددې اړتيا په خاطر موږ بايد دکامې په سيمه کې زيږديلې شخص ميرويس ياسينې ته خپله رايه ورکړي .

 ديادونې وړده په دې وروستيوکې په ختيځو ولايتونوکې په کليوالوسيموکې دسيمودخلکولخوا دميرويس ياسينې په ملاتړغونډې جوړيږي .

 دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځوولايتونوکې دميرويس ياسينې مطبوعاتي مسؤل سره په 0794141200 شميرې سره په اړيکه کې شئ .