د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار کې ميشت يوسل پنځوس کورنيو ګوجرو د ميرويس ياسينې ملاتړ وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 01.08.2009 01:16

د چنګاښ ۱۰، ۱۳۸۸

 په ننګرهارولايت کې ميشت يوسل پنځوس کورنيو ګوجرو چې په قوم صافيان دي ديوې غونډې په ترڅ کې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې ملاتړ وکړ.

 غونډه چې دننګرهارولايت په سراچې سيمې کې جوړه شوې وه ديادوشويو کورنيواستازو پکې برخه اخيستې وه ميرمن شريفي احمدزۍ،مولوى رازيګل دګوجرو مشرحاجي عجب خان خبرې وکړي اوويې ويل چې دولسمشرۍ لپاره ددوى  وټ دميرويس ياسينې دى .

 په ننګرهارکې دګوجرو مشرحاجي عجب خان دخپلې وينا په ترڅ کې  وويل که ښاغلى ياسينې بريالى شي نو زموږ غوښتنه ترې  داده چې دګوجرو لپاره ځانګړى ځاى جوړ کړى اورته ځمکې ورکړي .

 په ننګرهارولايت کې ولسمشرۍ دنوماندميرويس ياسينې دښځودکمپاين مسؤله ميرمن محترمه امين هم وينا وکړه او ويې ويل که ميرويس ياسينې بريالى شي نودګوجرو وروڼواوخويندولپاره به ځانګړې پاملرنه کوي .

 نوموړې ددوى له ژمنې مننه وکړه اودوى ته يې لارښوونه وکړه چې دوى دولسمشرۍ لپاره ښاغلي ياسينې ته يواځې رايه نه بلکې کمپاين وکړي .

 ديادونې وړده په ياده غونډه کې دنارينو ترڅنګ په سلګونو ميرمنو هم برخه اخيستې وه .

 دلازياتومعلوماتولپاره په ختيځو ولايتونوکې دولسمشرۍ دنوماند ميرويس ياسينې مطبوعاتي دفترسره په ٠٧٩٤١٤١٢٠٠ شميرې سره اړيکې ونيسئ.

Email: Yasini.compaign@gmial.com

Website: www.mirwaisyasini.af