د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل ولايت د سمون شورا او جهادي شخصيتونو لخوا په ټولټاکنه کې د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ غونډه جوړه سوه

د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين 01.08.2009 02:11

نن د ١٣٨٨ کال د اسد د مياشتي پر ٨ نيټه د کابل په ښار کې يوه پراخه غونډه وسوه چي جهادي شخصيتونو، قومي مشرانو ميرمنو او ځوانانو ګډون کړي ؤ.

غونډه د قرآن عظيم الشان په څو آيتونو پيل او وروسته د ښاغلي حامد کرزي د ولسي ملاتړ دفتر مشر محمود کرزي خبري وکړي او په افغانستان کې د رياستي سيستم ټنګښت، د افغانستان د اوسني شرايطو لپاره ډېره مهم وباله، و ملي وحدت او اتفاق ته ېي د غونډي ګډونوال وهڅول. وروسته ولسي جرګه کې د کابل ولايت استاذي حاجي الماس ذاهد خبري وکړي او وي ويل چي: "اوس د وياړ ځاي دي چي د جنګونو څخه وروسته دغه شرايط برابر سوي دي چي ولس پخپله د خپل سرنوشت په اړه تصميم نيولي سي."

وروسته ولسي جرګه کې د کابل بل استاذي محمد انور خان اورياخيل خبري وکړي او وي ويل چي: "د جهاد د برياليتوب څخه وروسته ولس په ژبني، قومي او سيمه ييز برخو ويشل سوي وو خو د جناب کرزي د مدبرانه قيادت په برکت ملي يووالي ټينګ سوي او ټول افغانان په اتفاق سره ژوند کوي."

ورپسي عصمت الله خان د ځوانانو په استاذيتوب خبري وکړي او د ښاغلي حامد کرزي د اوو کالو د زيار او هڅي يادونه ېي وکړه، بيا صوفي ګل محمد او ميرمن لطيفه عمران هر يوه په خپل وار سره د حامد کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. ورپسي د ښاغلي حامد کرزي د ولسي ملاتړ دفتر د څارني او سمون مسؤل الحاج غرزي خواخوږي د غونډي ګډونوالو ته د ښاغلي کرزي د کړن لاري په اړه خبري وکړي.

په پاي کې د غونډي ګډونوالو په يوه ږغ سره د ښاغلي حامد کرزي د نومانديدلو څخه خپله ننګه او ملاتړ اعلان او ښاغلي کرزي ېي د ټولو څخه غوره کانديد وګاڼه او غونډه د قرآن عظيم الشان د دوعا سره پاي ته ورسيد.