د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل ولايت د استاليف ولسوالي خلګو د حامد کرزي د ولسمشري د کانديدي څخه ملاتړ وکړ.

د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين 01.08.2009 02:05

 نن چهار شنبه د اسد د مياشتي اوومه نيټه د کابل ولايت د استاليف په ولسوالي کې د حامد کرزي د انتخاباتي کمپاين د دفتر لخوا يوه پراخه غونډه جوړه شوي وه چي په هغه کې سپين ږرو، د قوم مشرانو، جهادي قوماندانانو، ميرمنو او سيمه ييز خلګو ګډون کړي ؤ.

غونډه د قرآن عظيم الشان د څو آياتونو په لوستلو سره پيل، وروسته په ولسي جرګه کې د کابل ولايت وکيلي او د حامد کرزي د کمپاين د دارالانشأ استازي آغلي ملالي شينواري د استاليف د شريفو خلګو څخه مننه وکړه او زياته ېي کړه چي حامد کرزي ځکه د دي وړ دي چي ورته رايه ورکړو چي  پدي تيرو اووه کلونو کې په افغانستان کې د دولت جوړولو، ښووني او روزني، عامي روغتيا، مطبوعاتو او بيارغوني په برخه کې د پام وړ او هر اړخيزي چاري تر سره سويدي.

وروسته د ښاغلي حامد کرزي کمپاين د ولسي ملاتړ د دفتر د څارني او سمون د چارو مسؤل الحاج غرزي خواخوږی چي د يوي وينا په ترځ کې وويل چي ښاغلي حامد کرزي په هېواد کې د ملي وحدت سمبول او د افغانستان د ځمکني بشپړتيا ساتونکي  چي د افغانستان په ټولو خلګو اړه لري او هر قوم د ځان ګڼي د حامد کرزي د اوه کلونو واکمني کړني د ټولو افغانانود منلو او ستايني وړ دي.

وروسته د استاليف د ښځو د شورا مشري ميرمن کريمي خبري وکړي او وي ويل چي د استاليف د سيمي ميرمنو هوډ کړي دي چي خپلي رائي به و حامد کرزي ته ورکړي ځکه چي حامد کرزي په خپلو اووه کلونو کې ښځو ته د قدر او ستايني وړ خدمتونه تر سره کړيدي.

وروسته بيا مولوي منير اختر خبري وکړي او وي ويل چي د استاليف خلګ د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي او خپلي رائي ده ته ورکوي ځکه چي د خپل مينځي جګړو پر محال په يوه ورځ کې د استاليف څلورسوه اووه ديرش کسان شهيدان سوي وو خو د خداي (ج) په فضل اوس د ښاغلي کرزي په واکمني کې په استاليف کې يو ټک هم نه کيږي.

وروسته محترم آغاجان يو سيمه ييز مشر خبري وکړي او ده هم د ښاغلي حامد کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

غونډه د قرآن عظيم الشان په دوعا سره پاي ته ورسيده.