دروښاني غورځنګ په اړه نړيوال علمي او څیړنيزسيمينار پای ته ورسيد
30.07.2009 22:56سرچينه : باختر اژانس
دغه سيمينار پرون دافغاني ، هندي ، پاکستاني او روسي پوهانو په ګډون په کابل کې جوړ شوي و . دباختر اژانس دخبر له مخې ددغه علمي _ تحقيقي سيمينار برخه والو په خپل پريکړه ليک کې د بايزيد روښان او روښانيانو په باب د زياتو تحقيقاتو په خاطر د افغانستان او هندوستان دپوهانو ترمنځ ديوې تحقيقي کميټې د جوړولو غوښتنه وكړه . دوى په دې پريکړه ليک کې له دولت څخه وغوښتل چې ددغه ستر عارف او متصوف بايزيد روښان دوياړ په خاطر دي دکابل ښار يوه سيمه دې دهغه په نامه ونومول شي .
په پريکړه ليک کې برخه والو د بايزيد روشان دخيرالبيان دخطې نسخې دچاپولو او خپرونو چې دهند دسالار جنګ په کتابتون ساتل کيږي غوښتنه وکړه . دغو پوهانو په خپل پريکړه ليک کې هم ددغه سيمينار د تحقيقاتو مقالو په چاپولو برسيره د ټولنيزو علومواو ادبياتو په پوهنځيو کې د روښان پيژندنې دمضمون په پام کي نيولو غوښتنه وکړه .
ددغه علمي او تحقيقي سيمينار په دويمه ورځ افغان پوه استاد حبيب الله رفيع ، هندي پوه ثنا الله خان او د پيښور پوهانو عليشاه خټک او عبدالله جان ، عبدالواجد واجد ، پوهنمل بريالي باجوړي ، عبدالخالق رشيد ، پوهنمل زلمي هوټک ، عبدالرزاق پالوال او عبدالغفور او نور افغان څيړونکو او پوهانو د بايريد روښان او دروښانيه دعرفاني طريقي په باب تحقيقي او علمي مقالي ولوستل .
دروښانيانو غورڅنګ دلسمي پيړي په دويمه نيمايي کې دهغه ظلم ، تيري ، بي عدالتي او ناپوهي پرخلاف چې په هغه زمانه کې په هيواد او سيمه کې خپاره شوي و رامنځته شو . له دغه ستر عارف او متصوف څخه په دري عربي پښتو او هندي ژبو د ليک دود رسالي ، مقصود المومنين ، صراط التوحيد اوخير البيان په شان زيات اثار پاتي شوي دي .