د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نهر شاهي خلك اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي

دشمال زون مطبوعاتي څانګه 30.07.2009 22:55

د بلخ د نهر شاهي ولسوالۍ مخورو مشرانو، نن د زمري په ۸مه، ډاكټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ژمنه وكړه.

دا ژمنه يادو شويو مشرانو، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مرستيال مجب الرحمان لحاظ سره د يوې ناستې په ترڅ كې وكړه.

ډګروال بېك محمد خان وويل: ((په كانديدانو كې مو وړ شخصيت، اشرف غني احمدزى وموند))

ده زياته كړه، چې ډېرى كانديدان تش په شعارونو كمپاين كوي.

لحاظ داشرف غني احمدزي ويناوې شعار ونه بللې او زياته يې كړه، چې اشرف غني احمدزي د نړۍ ځينو هېوادونو ته د حكومت جوړونې په برخه كې مشورې وركړي دي.

ده وويل، چې اشرف غنى احمدزى به د افغانستان شته ستونزې ښه هوارې كړي.

لحاظ د غوښتنې په توګه وويل: ((د سوكاله افغانستان لپاره بايد اشرف غني احمدزي ته كار وكړو))

د يادولو وړ ده، چې د مزار شريف ښار يو شمېر هټيوالو هم نن مازديګر د ياد شوي دفتر له مرستيال، مجب الرحمن لحاظ سره د كتنې په ترڅ كې د كار ژمنه وكړه.

دغو هټيوالو وويل، چې د ښار په هره برخه كې يې يو يو كس د كمپاين لپاره ټاكلي دي.