د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محاذ د ولسمشر كرزي د كمپاين په موخه غونډه وكړه

نجیب خان 28.07.2009 19:58

د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند د ولسمشر كرزي لپاره د كمپاين پر سرښتې له يو څه سوء تفاهم وروسته غونډه وكړه .

په غونډه كې چې د دغه ګوندد دفتر رئيس ښاغلي عبدالجبار نعيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، د ولايتي شورا كانديدانو او غړيو ، قومي مشرانو او نورو سياسي مشرانو برخه اخيستې وه .

نعيمي د خبرو پر مهال وويل اوس مهال هېواد په يو ډېر حساس حال كې واقع دى او د همدې لپاره بايد ټول هېوادوال هر قدم په ډېر پام سره كيږدي .

ده يادونه وكړه چې د كمپاين پر مهال بايد له ډېر تدبير او هوښيارۍ نه كار واخيستل شي تر څو نور كانديدانو ته خداى مكړه سپكاوى وشي .

په غونډه كې ښاغلي نعيمي يادونه كړې چې ولس بايد د راتلونكي ولسمشر تر څنګ ودريږي او د هغه په پياوړتيا كې پوره همكاري وكړي.

ده يادونه وكړه چې د اسلامي محاذ او روحاني درانه مشر پير سيداحمدګيلاني د غوښتنې پراساس بايد د ولسمشر كرزي تر شا ودريږى تر څو ، په كاميابۍ سره دترقۍ لپاره لار خلاصه شي .

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو كې د اسلامي محاذ او ولسمشر كرزي د ځينو ملګرو تر منځ د كمپاين پر سر سوء تفاهم رامنځته شوى و ، چې دغه سو تفاهم د ځينو قومي مشرانو او وزيرانو په استازولۍ له منځه ولاړ اوله دې وروسته دالو مړۍ غونډه ده چې د كمپاين دسرښتې په موخه د ښاغلي عبدالجبار نعيمي په مشرۍ تر سره كيږي.