د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کې محصلینو ته د ميرويس ياسيني پیغام او مننه

د میرویس یاسیني د کمپاین مطبوعاتي دفتر 28.07.2009 16:42

مطبوعاتي اعلاميه

۶ زمری ۱۳۸۸

په مصر کې افغان محصلینو ولسمشرۍ ته د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه کړې ده. ميرويس ياسيني په خپل قلم د مصر محصلينو ته دا لاندې پيغام وړاندې کوي:

د مصر د عربي جمهوريت د الازهر او نورو پوهنتونونو د غېږې ګلانو!

زه له تاسو مننه کوم چې زما په ملاتړ مو غونډه وکړه. زه ډېر خوښ يم چې د دين ستنو او د هېواد خادمو بچيانو زما ملاتړ کړی دی.

تاسو زموږ اميد یاست. تاسو د دين، د ثقافت او د تهذیب ستنې یاست. تاسو د اسلام او د وطن حامیان یاست. ستاسو ملاتړ ماته دا مانا لري چې زه همدا اوس ریس جمهور یم. زه اوس نور هم هوډمن یم چې د هېواد د خدمت لپاره هر ډول قرباني ورکړم.

هيله ده چې هغه اميدونه چې موږ تاسو ته لرو رښتيا شي. زه هیله لرم چې له ولسمشر کېدو څخه وروسته به تاسو د مخالفینو په پخلاکولو کې مهم رول ولوبوﺉ. مخالفین به تاسو پخلا کوﺉ او سوله به تاسو راولﺉ. تاسو د دين او هېواد د ملا تېر یاست.

زه هوډ لرم چې د هېواد اقتصاد په اسلامي اقتصادي اصولو ودروم او اسلامي بانکداري مروجه کړم. زه همدا راز هوډ لرم چې د حج پانګه او زکات پانګه په نامه د پانګې اچونې صندوقونه جوړ کړم تر څو په هېواد کې بي وزلي له منځه یوسو. زما سترګې تاسو ته دي چې په هیواد کې د اسلام د اصولو د ټينګولو په موخه به دا کارونه تاسو کوﺉ.

تاسو د سید جمال الدین افغان او شهيد موسی شفیق له وخته ثابته کړې ده چې تاسو ځانته په الازهر کې نه بلکې په ټوله عربي نړۍ کې له تدریس او درس سره سره د افغانستان ښه استازي هم وﺉ. زه غواړم چې موږ د عربي نړۍ سره د ورورلۍ تر کچې اړيکي ولرو او په دې موخه هلته داسي استازي اوسفیران ولرو چې د عربي دود، دستور او فرهنګ سره بلد وي. زه باور لرم چې دا کار تاسو کولای شﺉ.

پروردګار دې ستاسو کورنۍ او تاسو ټول له غمونو او خفګانونو وساتي او زموږ ګران افغانستان دې تل سرلوړی لري.

ميرويس ياسيني
ولسمشرۍ ته نوماند – ۱۳۸۸
Email: yasini.compaign@gmail.com
www.mirwaisyasini.af