د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې شوي دي

عطاالله خوږياڼى دميرويس ياسيني دختیزو ولايتونومطبوعاتي دفترمسؤل 28.07.2009 12:31

ټول افغان ته د ياسيني له ټاکنيز کمپاين څخه لاندې درې مطبوعاتي اعلاميې رارسيدلي دي:

۱. جلال اباد ښار د دريمي ناحيې خلکو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ وکړ

مطبوعاتي اعلامیه
۵ زمری ۱۳۸۸

دولسمشرۍ دنوماندکانديد ميرويس ياسيني په ملاتړدننګرهارولايت په مرکزجلال اباد ښار د دريمي ناحيه په سيمه کې دقومي مشرانولخوا يوه غونډه وشوه .

ياده شوې غونډه چې دکامې،لعلپورې ،مومندرې ولسواليوقومي مشرانو،عالمانو په کې ګډون کړى وه دحامدکرزي په دولت يې ټکان وکړ اونوموړى يوناکام رئيس جمهور وباله ، دوى وويل چې حامدکرزي خپله شخصي بوديجه لس زره امريکايې ډالرښودلى اودامهال دهيواد په څلور ديرش ولايتونوکې دورځې يواځې درې لکه اوڅلو يښت زره امريکايې ډالرپه خپل کمپاين خرچه کوي.

قومي مشرانو زياته کړه دغه پيسې چې خرچه شوي اوخرچه کيږي ټولې دبيت المال پيسې دي اودحامدکرزي په شخصي کمپاين خرچه کيږي ،دوى وايې نورنه غواړو چې داغسې يوشخصيت سره ملاتړ پاتي شو،نوله همدې امله دولسمشرۍ لپاره نوماندکانديد چې زموږ په نظريو وړکس دى خپل ملاتړ دميرويس ياسيني اعلانوو .

غونډې ته يوشميرنورو برخوالوهم خبرې وکړي اوخپل ملاتړيې دښاغلي ياسيني اغلان کړ. ديادونې وړده په غونډه کې نږدې دوه سوه تنو ګډون کړى وه .

۲. ننګرهار په کامه کې د دوه جلا،جلا غوڼدو په ترڅ کې له ميرويس ياسيني ملاتړ وشو

دننګرهارولايت دکامې ولسوالۍ اوسيدونکوپه دوه جلا،جلا غوڼدوکې دولسمشرۍ لپاره دنوماند ميرويس ياسيني ملاتړ وکړ .

يادې شوې غونډې چې دکامې ولسوالۍ دسرکاڼودمټه خيلودشپږو قومونو اودکامې ولسوالۍ د ديطاهر دسيمې دخلکولخوا ترسره شوى وه نږدې دوه نيم زره تنو پکې برخه اخيستې وه .دسيمې قومي مشرانوهريو ملک رحمن ګل،مولوى سبحان الله، دآکټرامام شاه ، ملک آلله آميرآويوشمير نورو قومي مشرآنو خبرې وکړي آوخپل په خپله ولسوالۍ کې بشپړ ملاتړ دولسمشرۍ لپاره دکانديد ميرويس ياسيني اغلان کړ.

دسيمې خلکو غوښتنه وکړه که چېرته ميرويس ياسيني بريالۍ شي نوموږ په سيمه کې دسکلو اوبو، دکورونو دنشتوالۍ عمده ستونزې لرو.

خلکوته دياسينې صيب دکمپاين نماينده موولوى عبدالشکور ياسيني ډاډ ورکړ که نوموړى بريالى شي نوديادوستونزو دحل لپاره به يې پشپړ کارونه ترسره کړي .

دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې هم په ننګرهارولايت مرکزجلال ابادښارکې دميرمنولخوا دښاغلي ياسيني په ملاتړ يوه درنه غونډه هم ترسره شوه .

۳. د ننګرهار ولايت د چل متري په سيمه کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

دولسمشرۍ دنوماندکانديد ميرويس ياسيني په ملاتړدننګرهارولايت دچل متري په سيمه کې دقومي مشرانولخوا يوه غونډه ترسره شوه .

ياده شوې غونډه چې دننګرهارولايت دکامې ولسوالۍ اويوشميرنورو سيموڅخه قومي مشرانوپه کې ګډون کړى وه .

په تيره دوره کې دولسمشرحامدکرزي ته په رايه ورکړه يې خپله پيښماني وښوده او ويې ويل چې نور هيواد بدلون ته شديده اړتيا لري، اوددې لپاره چې دغه اړتيا پوره کړي نوخپله رايه دولسمشرۍ لپاره نوماندکانديد ميرويس ياسيني ته ورکوي . دوى ژمنه وکړه چې په خپلو سيموکې به خلک هڅوى ترڅونوماندکانديد ښاغلي ياسيني ته رايه ورکړي .

دغونډې برخوالوته په ختيځوولايتونوکې دميرويس ياسيني دکمپاين مسؤل سيدعبدالغفارپاچا خبري وکړي نوموړى خلک دتيردولت نيمګړتياوته زيرکړه اودښاغلي ياسيني دکورنۍ اودهغه دمرستيالانو په ژونديې رڼا واچوله .

ښاغلي پاچا وويل : که ميرويس ياسيني کامياب شي لکه څنګه چې دامهال هيواد يومهم بدلون ته ضرورت لري نو نوموړى کولاى شي چې هيواد کې دغه بدلون راولي .

ديادونې وړده دا لومړى ځل نه دى چې دنوموړې کانديد ملاتړ کيږي بلکې تردې وړاندې هم يوشميرقومي مشرانو،دځوانانوټولنواودسيموخلکو دولسمشرۍ لپاره دازاد،خپلواک کانديد ميرويس ياسيني ملاتړښودلى دى .

دنورو معلوماتولپاره عطاالله خوږياڼى دميرويس ياسيني دختځوولايتونومطبوعاتي دفترمسؤل سره اړيکه ونيسئ

اړيکه ٠٧٩٤١٤١٢٠٠
ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af
برېښنا ليک: yasini.compaign@gmail.com