د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کي.جي.بي پــــه افغانســتان کې

واسيلي ميتروخين 28.07.2009 12:26

کي.جي.بي پــــه افغانســتان کې

ليکوال: واسيلي ميتروخين

 )د کي.جي.بي استخباراتي ادارې پخوانى مهم غړى(

ژباړن: رحمت آريا

د خپرندويې ټولنې يادښت:

"کې.جي.بي په افغانستان کې" د يوه روسي ديپلومات او د KGB د څارګرې ادارې باوري غړي (واسيلي ميتروخين)، چې وروسته يې لويديځ ته پناه يووړه، هغه مستند اثر دى، چې په افغانستان کې د کي.جي.بي خونړي شيطاني پلانونه، کړه وړه او جګړې افشا کوي. دا مستند اثر د ظاهر شاه له سلطنتي دورې نه نيولې د ببرک کارمل تر وخته هغه يو لوړ ورانکاري، سبوتاژونه، چاودنې، جګړه ييز پلانونه، ترورونه او جګړې په ګوته کوي، چې KGB په افغانستان کې پيل کړي ول.

د متروخين دا کره ليکنه ښاغلي رحمت آريا، چې په امريکا کې د پردېسۍ ژوند تېروي، په کره او خوږه پښتو ژباړلى او په ځينو پېچلو ځايونو کې يې لنډ، لنډ توضيحات هم ليکلي دي. همدا راز د ژبان کوم هنر چې ددې اثر د ژباړې په کار کې ښه ځلېږي، هغه دا دى چې ژباړه يې داسې دهلکه چې دې (ژباړن) پخپله دا اثر ليکلى وي، چې په دې توګه د ژباړې او ليکنې ترمنځ ډېر واټنونه رالنډوي.

دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې د خپل ولس او هېواد په اړه تل په دې هڅه کې ده، چې علمي، مستند، ادبي، هنري او تاريخي په زړه پورې آثار خپاره کړي، چې دا دى دا ځل د "کي.جي.بي په افغانستان کې" نومي خورا مهم اثر خپروي، چې خپل سپېڅلي او بېوزله هېوادوال له هغو شيطاني دسيسو او ورانکاريو خبر کړي، چې د روسي درندګانو له خوا زموږ په وطن کې پلي شوي ول.

دانش خپرندويه ټولنه هيله لري، چې د نظر او ليد خاوندان به له دې کتاب څخه پوره ګټه واخلي. په تلو تلو کې د ښاغلي ژباړن د اوږد عمر او لا برياليتوب لپاره د څښتن تعالى په دربار کې د دعا لاسونه لپه کوي.

په درنښت

دانش خپرندويه ټولنه

 

کې جي بي په افغانستان کې

 

د واسیلي میتروخین لیکنه

 

سرليکونه

 

 

د سړې جګړې نړيواله تاريخي پروژه................................................... 1

د سړې جګړې د نړيوالې تاريخي پروژې د کاري پاڼو لړۍ.............. 4

پېژندنه........................................................................................................ 6

مصحح ته ليک........................................................................................ 16

پېښليک................................................................................................... 20

فعاله اقدامات......................................................................................... 32

د گوند بنسټ اېښودنه........................................................................... 43

د غوایي کودتا......................................................................................... 60

د سپتامبر کودتا.................................................................................... 104

د دسامبر کودتا...................................................................................... 182

جگړه......................................................................................................... ٢٥٩

ګوندي شخړې........................................................................................ ٢٨٩

د چيکا بچيان......................................................................................... ٣١١

لومړنی دښمن......................................................................................... ٣٣5

لومړۍ مل پاڼه....................................................................................... ٣٧3

دویمه مل پاڼه......................................................................................... ٣٨2

افغانستان : مل پاڼه: بېلابېل.............................................................. ٣٨5

 

د ژباړن خبرې

 

 

گرانو هېوادوالو او ښاغلو لوستونکو!

په افغانستان کې د روسانو د سیاسي او پوځي جنایتونو او خیانتونود لړۍ د خپراوي په لړ کې دا دی تاسو ته د کي جي بي د یوه پخواني مامور واسیلي میتروخین د کتاب لړۍ را ژباړم چې د ژباړنې لړۍ به یې په پرله پسې ډول خپره شي. دغه کتاب [کي جي بي په افغانستان کې ] نومیږي.

 

واسيلي ميتروخين څوک دى؟

د واسیلي میتروخین د پیژندلو لپاره غواړم تاسو ته د امریکا د متحده ایالاتو د پیاوړي او نامتو لېکوال ښاغلي بروس گ. ریچارډسن د کتاب[افغانستان: د رښتیا پلټـنې] بشپړه ځانګړې برخه[فعاله اقدامات]  له ۱۶۶ تر ۱۷۴ پاڼې پورې ډالۍ کړم چې د ژباړې کار یې ما تر لاس لاندې نیولی دی.

د دغه کتاب پښتو ژباړه به ډیر ژر هېوادالو ته وړاندې شي. د ښاغلي بروس ریچارډسن د کتاب دویمه اڼلیسي طبع ډیر ژر خپریږي چې پرهمدغې نوې طبعې ما هم یو لنډه کتنه لیکلې ده. کله چې د کتاب دویمه اڼریزي طبع خـپـره شوه نو د دعوت او بینوا د ویب پاڼو له لارې به تاسو ته خبر در کړل شي.

ددغې لېکنې په ترڅ کې لومړی د واسیلي میتروخین د لا پیژندلو لپاره تاسو د بروس ریچارډسن لېکنې ته را بولم او ورپسې به د واسیلي میتروخین د کتاب [کي جي بي په افغانستان کې] لومړۍ لنډه برخه چې د [گوند بنسټ ايښودنه] نومیږي و لولۍ. کله چې ددغه ۱۸۰ پاڼـیز کتاب ژباړه بشپړه شوه ، نو ټول کتاب به د یوه بشپړ کتاب په بڼه پر هغه لېکل شوې کره کـتـنې اوپه کتاب کې د ښکېلو شننونکو، مصححانود نومونوله لړ لېک سره یو ځای خپور کړم.

 اوس مې دغه برخه نیغ په نیغه د واسیلي میتروخین له لېکنې را پیل کړې اود لړۍ خپراوی به یې  د بینوا ویب پاڼې له لارې دوام ولري.

 له ښاغلو لوستونکو څخه په درنښت غوښتنه کوم چې ټول لمنلېکونه دې په ډیرځیر ولولي ځکه دغه  لمنلیکونه پر متن پخه رڼا اچوي. واسیلي میتروخین په متن کې دننه یو شمیر نومونه کټ مټ هاغسې لېکلي دي چې په لاسوندونو کې لېکل شوي دي خو د هغو د لا روښانولو لپاره یې په لمنلېک کې یا لېکوال او یا مصححانو شرح ورکړې ده. د لمنلېک په  هغو ځایونو کې چې تاسو [د مصحح یادښت: څرگنده نه شوه] و گورﺉ ، ددې مانا ښندي چې یاپه لاسوند کې [کوډ نوم دی] او یا مصحح د هغه په څرگندونې  نه دی بریالی شوی.

 د واسیلیي میتروخین  د لېکنې په لمنلېک کې ټولې لېکنې یا د لیکوال او یا د مصحح دي او زه [ژباړونکی] پکي هېڅ ډول گډون نه لرم. ما یواځې تر وسه وسه هڅه کړې چې پرته له کــَمـَونې یا زیاتونې ، اصل متن کټ مټ په ډیر ځیر او امانت را وژباړم. 

 رحمت آریا

دسامبر ۲۰۰۸