د بلخ ولایت خلکو د میرویس یاسینی په ملاتړ غونډه وکړه
27.07.2009 12:38دچهاربولک،چمتل او بلخ د ولسوالیو خلکو نن د یوې غونډې په جوړلوسره د ولسمشرۍ له نوماند میرویس یاسیني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه چې نن سهار د بلخ په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه ،قومي مشرانو،سپین ږیرو، علماو ځوانانو،او ښځو په کې ګډون کړی وه.
غونډې ته چې د یونیم زرو په شاو او خوا کې خلک راټول شوی وه، ټولو میرویس یاسیني د هیواد راتلونکي ولسمشرۍ لپاره یو غوره شخص وباله،ټولو په یوه غږ هوډ وکړ چې دوی په دې لاره کې هر ډول مرستې ته چمتو دي.
په دغه غونډه کې د افغانستان د ټولو قومونو مشرانو(هزاره،ازبک ،ترکمن،او پښتنو ) ګډون درلود.
د زیاتو مالوماتو لپاره د میرویس یاسیني د کمپاین مطبوعاتی مسوول سره اړیکې ونیسئ
۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱
Email: yasini.compaign@gmail.com
www.mirwaisyasini.af