د جرمني سفير د میرویس ياسيني سره وليدل
27.07.2009 00:47دولسي جرګي لومړي مرستیال او ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني نن مازدیګر په کابل کې دافغانستان او پاکستان لپاره دجرمني له ځانګړي استازی برنډ موتزلبرګ (Bernd mutzelburg سره دروښانه او کره ټاکنو په اړه خبرې وکړې.
دجرمني ځانګړي استازي په دې ټینګار کاوه چې ټاکنې باید کره روښانه اوله درغلیو پرته ترسره شي.
نوموړي دټاکنو له پروسې خپل ملاتړ وښود او زیاته یې کړه چې دجرمني هیواد دهیڅ یوه نوماند څخه خپل ملاتړ نه کوي.
دجرمني ځانګړي استازی وویل چې ټاکنې دافغانانو لپاره دډیر اهمیت وړ دي او افغان باید په خپله دهیواد درغونې او پرمختګ په موخه په راتلونکو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسینی په خپلو راتلونکو پلانونو رڼا واچوله، او خپله کاري برنامه یې ورته روښانه کړه.
Email: yasini.compaign@gmail.com
www.mirwaisyasiniaf