د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار په شينوارو کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز دفتر 26.07.2009 09:25

۳ زمری ۱۳۸۸

نن د شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د شينوارو ولسوالۍ د ده بالا په کلي کې قومي مشرانو ، ملکانو او د دې کلي اوسيدونکو د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وکړه.

په غونډه کې د ده بالا برسېره د اغوز د کلي مشرانو او وګړو هم برخه اخيستي وه. په غونډه کې ۵۰۰ کسانو برخه اخيستي وه.

غونډې ته د ده بالا او اغوز د کلو په استازيتوبت ملک ستار خان او ملک انور خان خبرې وکړې. دوی په خپلو خبرو کې له خلکو څخه د ميرويس ياسيني ملاتړ وغوښت او خلکو ته يې وویل که مسلمان او رښتينی افغان ولسمشر غواړي نو ميرويس ياسيني ته دې رایه ورکړي. د ملک ستار خان او ملک انور خان د خبرو په غبرګون کې خلکو د الله اکبر او ميرويس ياسيني زنده باد نعرې ووهلې.

غونډې ته د ميرويس ياسيني د کمپاين مسولیینو هم خبرې وکړې، له خلکو یې مننه وکړه چې په رضاکارانه ډول یې غونډه جوړه کړې وه او په یوه ملي جذبه یې له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ.

د کمپاین مسولينو خلکو ته وویل چې داسې کانديدان هم په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته ولاړ دي چې خبرې په بسم الله الرحمن الرحیم هم نه پيلوي او بيا د یو مسلمان ولس د مشرۍ دعوې کوي. د کمپاين مسولينو وویل چې نور دې ولس په دې کسانو نه غولېږي او په راتلونکو ټاکنو کې دې ورته ثابته کړي چې په افغانستان که نه بلکه په غرب او امريکا کې دې ټاکنو کې برخه واخلي.

د نورو معلوماتو دپاره د ميرويس ياسيني د ټاکنيز دفتر سره اړيکي ونيسئ
۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱
Email: Yasini.compaign@gmailcom
Website: www.mirwaisyasini.af