د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 24.07.2009 20:08
 بسم الله الرحمن الرحیم
په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې
مطبوعاتی اعلامیه
د بېړني خپراوي لپاره
۲ زمری ۱۳۸۸
Mirwais_yasini2
نن د زمري په دويمه نېټه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ، لعلپورې ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې ولسمشرۍ ته د خپلواک نوماند ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وکړې.
په جلال اباد ښار کې ۳۵۰ ښځو د حاجي ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين په دفتر کې غونډه وکړه او له ميرويس ياسيني په تګلاره او لرليد یې خبرې وکړې.
غونډې ته د ننګرهار ولايتي شورا کانديدې اغلې محترمې او د جلال اباد د ښځو یوې مخورې مشرې تورپيکۍ خبرې وکړې او ویې ویل چې ميرويس ياسيني د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو کانديدانو مناسب کانديد دی او په ننګرهار کې به ښځې هڅوو چې نوموړي ته د زمري په ۲۹ رایې ورکړي.
غونډې ته د ميرويس ياسيني د کمپاين یو مسوول سید عبدالغفار پاچا هم خبرې وکړې او حاضراتو ته یې وویل چې ميرويس ياسيني په تېرو اوو کلونو کې نه يواځې د ولسي جرګې په چوکاټ کې د افغانانو رښتيني استازيتوب کړی دی بلکه په بېرنۍ او اساسي قانون لویه جرګه کې هم د ننګرهار د خلکو استازيتوب کړی دی او د هېواد په برخليک کې یې د دوی اندونه ځای کړي وو.
په غونډه کې د ياسيني د دې پلان چې غواړي د ځوانانو او پېغلو د تعليمي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ او پياوړتيا لپاره به ځانګړی وزارت جوړوي، ډېر هرکلی وشو.
تورپېکۍ غونډې ته وويل چې ياسيني ته به ځکه رایه ورکوي چې غواړي د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو او پرمختګ لپاره غواړي ځوان قيادتونه وروزي او ځوانانو او ښځو ته وخت ورکړي چې په حکومت کولو کې فعاله برخه وخالي. د یادونې وړه ده چې ميرويس ياسيني بار بار ويلي دي چې د حامد کرزي حکومت يواځې ځوانو مشرانو روزولو ته پام نه، بلکه هر هغه مشر چې کولای شي د افغانستان په ابادۍ او سوکالۍ  کې رغنده رول ولري له حکومته لرې کړای شوي دي او پرځای يې په بې کفايته خلکو په دې موخه باور شوی دی تر څو د کرزي راج وچلېږي او په مقابل کې څوک د رښتيا ویلو جرائت ونه کړي.
له بله پلوه د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې هم قومي مشرانو او خلکو د ميرويس ياسيني په ملاتړ دوه غونډې شوي دي. یوه غونډه د پيرزو په کلي کې د احمد الله صیاد په مشرۍ وشوه.
په دويمه غونډه کې د ده غازي، مستعلي، زرشوی، ډاګ، او شهدا کلو مشرانو او په سوونو خلکو ګډون کړی و. په غونډو کې د ميرويس ياسيني په تګلارو خبرې وشوې او قومي مشرانو او خلکو له میرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ او نوموړی یې ولسمشرۍ ته بهتر نوماند وباله.
د لعلپورې ولسوالۍ د چکنور په سيمه کې هم د ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه. غونډې ته قومي مشر عبدالکریم خان، ملک میراجان، مولوي عبدالکريم، او حفیظ الله صاحبزاده خبرې وکړې. په غونډه کې ۴۰۰ کسان حاضر وو. حاضرينو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ. مولوي عبدالکريم د ميرويس ياسيني په دې تګلاره خوښي څرګنده کړه چې په هېواد کې به اسلامي بانکداري مروجوي. نوموړي وويل چې خوښ دی چې د ميرويس ياسيني له خوا په هېواد کې د زکات د صندوق په نامه د زکات د غونډولو او په شرعي لارو کې د دې پيسو د ويش او غريبۍ له منځه وړلو لپاره یوه مسقله اداره جوړوي. هغه په اسلامي ټولنه کې د غريبۍ له منځه وړلو کې د زکات په رول خبرې وکړې او ويې ویل چې دا خلفاو راشدينو کړنې او که ميرويس ياسيني ټاکنې وګټي او دا پلان پلي کړي نو بې شکه چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم يو مهم سنت به بيا راوژوندی شي.
د يادونې وړه ده چې نن د جمعې له لمانځه څخه وروسته په لعلپوره کې بله غونډه هم کېږي چې رسنيو ته به يې رپوټ ورکړو.
د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين
Yasini.compaign@gmail.com
د نورو معلوماتو دپاره د کمپاين د وياند ايمل یوسفزي سره اړيکي ونيسئ
0786272451