د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ياسيني په ګل آغا شېرزي، احمد ولي کرزي او د کندهار په والي شکايت وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 24.07.2009 11:08

بسم الله الرحمن الرحیم

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ګل آغا شېرزي، احمد ولي کرزي او د کندهار د والي ټاکنېزې سرغړونې د ټاکنو د خپلواک کميسيون سره ثبت کړې

مطبوعاتی اعلامیه
د بېړني خپراوي لپاره
۱ زمری ۱۳۸۸

نن د زمري په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين د ټاکنو د خپلواک کميسيون سره هغه سرغړونې ثبت کړې چې په کندهار کې د ننګرهار برحاله والي ګل آغا شېرزي، احمد ولي کرزي او د کندهار والي د کانديد حامد کرزي په ملاتړ تر سره کړي دي.

په دې شکايت پاڼه کې راغلي دي چې د چنګاښ په ۳۰ او ۳۱ نېټه د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي د کندهار د والي او د احمد ولي کرزي سره یوځای د کندهار ولايت په مقام کې په يوه ناسته کې له اتيا قومي متنفذينو او مشرانو څخه غوښتي دي چې په لاس کې د موجودو امکاناتو څخه په استفاده په کندهار کې د حامد کرزي په ګټه پراخه ټاکنيز کمپاين وکړي. د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي حاضرپنو ته دا هم ويلي دي چې (( د ننګرهار ولايت د سوداګرو څخه مې یوه اندازه پيسې غونډې کړي دي او یوه اندازه نور‎ې مې د ښاغلي کرزي له ټاکنيز کمپاين څخه اخيستي دي او تيار يم چې د کندهار او شاوخوا ولايتونو د کمپاين د ټيمونو په اختيار کې یې ورکړم)).

د حاجي ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين په ثبت شوي شکايت کې د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه غوښتي دي چې هیله لري چې دا موضوع په جدي توګه تعقيب کړي او د ښاغلي حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين له خوا د داسې ټاکنيزو سرغړونو مخه ونيسي.

د ثبت شوي شکايت یوه کاپي په کابل کې د ملګرو ملتونو استازې ادارې (یوناما) او  په کابل کې د اروپايي ټولنې استازې ادارې ته هم لېږلې ده.

 د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين
Yasini.compaign@gmail.com
0786272451