د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درانى احمدشاه

ډاكتر ګنډاسنګه 23.07.2009 15:46

دانش خپرندويه ټولنه تل هڅه کوي، چې د کتاب مينه والو ته هغه ورک او ناوياته علمي، ادبي او تاريخي کتابونه وړاندې کړي، چې هېوادوال يې له نومونه سره اشنا دي، خو ترلاسه کولى يې نشي.
داسې ګڼ شمېر کتابونه، چې د بدمرغو خپلمنځي جګړو او بدبختيو له لامله سوځېدلي او له منځه تللي دي، بيا له سره کمپوز او چاپ کړي، چې ښه بېلګه يې حيات افغاني، داودي تاريخ، د افغانستان لنډ تاريخ، تاريخ مختصر افغانستان، د کابل سلطنت بيان، پښتني قبيلې، د مېړني ولس ادبيات او نور.... دي.
(درانى احمد شاه) د ډاکتر ګنډا سنګ يو څېړنيز او تاريخي اثر دى، چې د سرمحقق مرستيال نصرالله سوبمن منګل له خوا پښتو ته ژباړل شوى و او پر  1366ل د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا د  2000 ټوکو په شمېر د علي محمد منګل په اهتمام خپور شوى و.
د نوموړي اثر په اړه ويل کېږي، چې دا اثر پر احمد شاه بابا لومړنى بشپړ  څېړنيز اثر دى، چې لوستل يې د پښتني ټولنې په هر وګړي لازم دي.
دانش خپرندويه ټولنه د کتاب ارزښت او وړتيا په پام کې نيولو سره نوموړى کتاب له سره کمپوز او په نوې بڼه چاپ کړ، چې د ګرانو لوستونکيو علمي تنده پرې خړوب شي.