د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندهار کې د میرویس یاسیني په ملاتړ یوه لویه غونډه وشوه

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 22.07.2009 21:55

کابل

نیټه:۱۳۸۸/۴/۳۱

 کندهار کې د میرویس یاسیني په ملاتړ یوه لویه غونډه جوړه شوه چې شااو خوا دوه زره کسانو په کې برخه اخیستې وه،د غونډې ګډونوالو په یوه اواز د میرویس یاسینی څخه د ملاتړ اعلان وکړلو،غونډه د نورزی په مشرۍ جوړه شوې وه،چې بیلابیلو قومونو په کې ګډون درلود.

د کندهار خلکو د کرزی ادراه یوه ناکامه اداره وبلله ،دوی وویل چې کرزی او پرې راټوله د مافیا ډله د ملت وینی زبیښی،ولس ورځ په ورځ د فقر او بدبختیو سره مخ کیږی،همدا شان ګډونوالو وویل چې دغه وضعه نوره د تحمل وړ نه ده او هیواد یوه نوی زعیم ته چې وکولای شي  یوه سالمه او له فساده خالی اداره  رامینځته کړي او  هیواد دابادۍ

او سوکالۍ خوا ته بوزی اړتیا لري،دوی وویل چې  ددغسې  ستر مسوولیت جوګه یوازی میرویس یاسیني دی.

 د یاسینی کمپاین ویاند
ایمل یوسفزی

Email:yasini.compaign@gmail.com

www.mirwaiyasini.af