د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا د ميرويس ياسيني سره وليدل

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 21.07.2009 23:11

۳۰ چنګاښ ۱۳۸۸

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر خاویر سولانا نن د په کابل کې د ولسمشرۍ خپلواک نوماند حاجي میرویس یاسیني سره وليدل. په ليدنه کې د ولسمشرۍ درې نور کانديدان اشرف غني، عبدالله عبدالله او حامد کرزی هم شامل وو.

په دې ګډه ناسته کې سولانا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه د مخورو کانديدانو سره خبرې وکړې او په عادلانه ټاکنو یې زور واچاوه. نوموړي په ناسته کې په دې تاکيد وکړ چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې شفافې ټاکنې غواړي.

نوموړي وویل چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ټاکنو د څارلو مسوليت په غاړه لري او په افغانستان کې د خپلواکه او عادلانه ټاکنو طرفداره ده.

په ناسته کې میرویس یاسيني د اروپايي ټولنې څخه خوښي څرګنده کړه او د شفافو ټاکنو په اړه یې د دې ټولنې هڅې وستايلې.  ياسيني زياته کړه چې د ټاکنو شفافيت یوه جدي اندېښنه ده او هيله مند دی چې له ټاکنيز بهير څخه د اروپايي ټولنې څارنه به د دې اندېښنو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

د يادونې وړ ده چې سره د دې چې افغانان او نړيواله ټولنه د ټاکنو د شفافيت په اړه اندېښنې لري، د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د افغان دولت چارواکي په مختلفو سيمو کې له قوانينو سرغړونه کوي، حامد کرزي ته کمپاين کوي او د هغه د کمپاين په ګټه دولتي وسايل کاروي.

دا ډول کارونه د ټاکنو د شفافيت په اړه زموږ جدي اندېښنې راولاړوي او د ټاکنو د پايلو مشروعيت د پوښتنو سره مخامخ کوي چې د هر ډول اندېښنو مسوليت يې یواځې د ښاغلي حامد کرزي په غاړه دی.