افغان ناروغه قانون اوزړورمجددی ډوله مجرمین
21.07.2009 08:37له هغی ورځی چی په کابل ښار کی دطالبانو رژیم په امریکایی ځواک او بی خوند افغانی ډوله منډو له واکه ګوښه کړای شو ، په کابل کی دښاغلی حامدکرزی په مشرۍ نوی لنډمهاله اداره رامنځته شوه ، له هماغه وخته داناری سوری هم پیل شوی چی دافغانستان عدلی او قضایی ډانچه او وسره سم دی تقنینی اړخ هم ورغول شی .
دبن دتوری ناستی په درشل کی دافغانستان دعدلی او قضایی ډانچی او ورسره دتقنینی اړخ سمون دایټالیا هیواد ته ورپه غاړه کړای شوی وه . دایټالیا هیواد چی له افغانستان سره په نوره اروپایی ټولنه کی دقانون په بنسټونو کی یو څه ورتوالی لری په کابل کی یی دلنډمهالی اداری له ټینګیدو سره سم خپله ورسپارله شوی دنده پیل کړه.
دایټالیاهیواد په افغانستان کی له افغانی اړوند ادارو سره دقانون او په ټولیزه توګه دعدلی او قضایی ډانچی دسمون او بیارغاونی لپاره په خورا چټکو منډو پیل وکړ. له دو څخه نیولی بیا تر پنځو هغونړیوالو موسسو ته یی بلنه ورکړه چی په افغانستان کی دی له دوی سره دايټالیا هیواد په مالی ملاتړ مسلکی مرستی ته لاس کړی .
دعدلیی وزارت په انګړ کی ددی موخی لپاره یوکمسیون وټاکل شو چی دافغانی قوانینو دبیارغاونی په درشل کی دتسوید، تعدیل او تصویب ترپړاوه پوری دقوانینو چلند او کاروڅاری ، نوموړی کمسیون چی له مختلفو بسپنه ورکوونکو، سیاسی ، نظامی او مدنی اړخونو او ادارو یی استازیتوب کاوه له هماغه پیله یی دافغان عدلیی وزیر په مشرتابه په خپل کار پیل وکړ.
دنوموړی کمسیون دټولو کړونو په درشل کی ځواکمن اړخونه دهر قانون او هرډوله تقنینی مسودو په خپله خوښه تیارولو برلاسی وو. دبیلګی په توګه :
دمحکمو لپاره دجزایی اجراآتو موقت قانون : داهغه قانون وو چی په چمتو کولو سره پخوانی دجزایی اجراآتو قانون ترزیاتی کچی له کاره وغورځول شو او پرځای یی دغی نوی قانون چی ترزیاتی کچی له ايټالوی قانون څخه ژباړل شوی ، د ملیونو ډالرو په لګولو او زیاتو هلوځلو په پایله کی رامنځته شوی وه په افغانستان کی دزیاتو عدلی او قضایی اجزاآتو مخه ډپ کړه ، آن تردی چی داسی عملی بیلګی هم ولیدل شوی چی په ځینی عدلی او قضایی ادارو کی له هماغه پخوانی قانون څخه کار اخیستل شوی وه.
دنشیی توکو دمخنیوی قانون : داقانون له لومړی سره دعدلیی وزارت ترمشری لاندی کمسیون کی د امریکایی پلاوی له خوا په وچ زور پرمخ بیول کیده چی اوس دنشیی توکو د مخنیوی وزارت زیاتی اداری پری یوازی خپلی دفتری المارۍ ښکلی کړی دی او بس . هیڅ کله یی هم داسی عملی میدان خپل نکړ چی دعدلی او قضایی ادارو کارکوونکو اوږی دی پری سپکی شوی وی ، بلکه هر لوری داسی سرټکوی چی ګواکی داقانون له نورو افغانی نافذو بنسټیزو قوانینو سره تر زیاتی کچی اړخ نه لګوی او له بلی خوایی په افغانستان کی دنشیی توکو په مخنیوی کی کومه داسی پایله نده رامنځته کړی چی افغانان دی ورته په درنه سترګه وګوری . په لسګونو داسی نوری بیلګی هم شته خو یادول به یی دالیکنه له اړتیا زیاته اوږده کړی .
په افغانستان کی دیاد شوی کمسیون ددندی له پیله تراوسه له اوو کلونو دزیاتی اوږدی مودی په تیریدو سره لاهم داسی زیات دافغانی انسانی ژوندانه اړخونه شته چی افغانستان دهغو دسمون او ژغورنی لپاره هیڅ داسی کوم تشریعی او تقنینی سند نلری چی دنړی په کچه دپخوانی افغانستان ځای ځایګی نیولو ته ځان جوګه وبولی .
دافغانستان دعدلی او قضایی ادارو دکارکوونکو په روزنه ، دفتری ودانیو جوړونه او بیارغاونه چی کومه په لسګونو ملیونه مرسته شوی ډالر ولګیدل دزیاتوافغانی عدلی او قضایی کارپوهانو په آندیی دافغانی ټولنی دريښتینو ناخوالو او دردونو په لیری کولو کی هیڅ ډول غښتلی ونډه نه درلوده .
په افغانستان کی دنورو اړخونو دبیارغاونی په شان دلته هم په ملیونو ډالر او یورو تس نس او پرځایی دغه اوسنی عدلی او قضایی حالت افغان ولس ته ورپه برخه شو چی دهرډول مجرم او له قانون څخه دسرغړوونکی کس سره کوم قانونی چلند نه ترسره کیږی . ډیر داسی دقانون په وړاند ی مکرر مجرمین آزاد ګرځی چی کوچنی مجددی صاحب دهغوی د لمسی په ځای هم نشی راتلای . همدا لامل دی چی دجرمونو ګراف داسی په لوړیدو دی چی افغانستان تاریخ یی ساری ښایی وړاندی نشی کړلای .
ما په خپلو سترګو داسی زورور هم لیدلی چی دخپل جرم دسزا دلیدو په غوض کی یی ، مجنی علیه ( زیانمن شوی) او مظلو م کس دتورو تمبو شاته دنامعلومی مودی لپاره غورځولی دی .
که دا زمونږ ناروغه قانون ، ناوړه او ککړی اداری ، ترزیاتی کچی ناپوهه کارکوونکی دافغانستان په عدلی او قضایی ډانچه کی په کار بوخت وی نو افغان ولس او نریواله مدنی ټولنه دی هیڅ کله هم ددی تمه نه تری کوی چی دوی به یوه ورځ افغانی او یا افغانستان میشته قانونی مجرمین ، جنګی مجرمین ، دمنظمو او پلان شویو جرمونو ترسره کوونکی ، دهرات ولایت د ښاروال کوچنی مجددی صاحب او آن کوچنی جنایی مجرمین دیوی عادلانه محکمی په حقیقی او مجازی انګړ کی محاکمه کړای شی .
ټول افغان ولس له خدای تعالی څخه دزړه له کومی داغوښته لری چی داسی یوه ورځ ورته په نصیب کړی چی ګران افغانستان په هراړخیزه توګه دداسی قوانینو اوتقنینی اسنادو ، پاکو ، مخلصو او مجربو کارکوونکو درلودونکی شی چی له یوی په الهی ارشاداتو ولاړ او له بلی خوا له خبل ګران هیواد افغانستان سره دزړه له کومی مینه ولری .
دګران هیواد افغانستان په الهی قانونی زیور د قانونمند کیدو په هلیه
شریف
کابل – افغانستان
د۱۳۸۸ هجری لمریزکال د چنګاښ د میاشتی ۳۰،د ۲۰۰۹ میلادی کال دجولای دمیاشتی ۲۱

