د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د ميرويس ياسيني سره وليدل

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 21.07.2009 10:35

مطبوعاتي اعلاميه
د بېړني خپراوي لپاره
دوشنبه د چنګاښ ۲۹

د دوشنبې په ورځ د ننګرهار د یوسفزو قومي مشرانو د حاجي ميرويس ياسيني سره په کابل کې د نوموړي په کور کې وکتل. دوی د ميرويس ياسيني سره په داسې حال کې ګوري چې پرون په یوه لويه غونډه کې د یوسفزو د سرتاسري شورا مشرانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې د افغانستان ټول یوسفزي به د زمري د ۲۹ په ټاکنو کې ياسيني ته رایه ورکوي.

د یوسفزو د سرتاسري شورا د مشرانو د ملاتړ په تاييد د بېلابېلو ولایتونو د یوسفزو قومي مشران د ميرويس ياسيني کتلو ته رامات شوي دي.

د ننګرهار د یوسفزو په قومي مشرانو کې حاجي ولي جان، مدیر فاروق خان، او محمد نعیم خان شامل وو.

دوی وویل چې ننګرهاریان بايد ميرويس ياسيني ته رایه ورکړي او ژمنه یې وکړه چې په ننګرهار کې به خلک د ميرويس ياسيني ملاتړ ته هڅوي.

سبا ته په کابل کې د ميرويس ياسيني کتلو ته د زابل او ارزګان د یوسفزو قومي مشران هم راځي.

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين
www.mirwaisyasini.af
Yasini.compaing@gmail.com