د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل، هلمند، تخار او نورو ولایتونو کې د ياسيني په ملاتړ غونډې شوي دي

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 20.07.2009 22:41

د کابل ښار په کارتې سه کې د حاجې ميرويس ياسيني په ملاتړ يوه غونده وشوه،چې خوااو شاه دوه زره کسانو په کې ګډون کړى وو. په دوى کې محصلين ، ملا امانو او ښځې هم شاملي وي،دوى په يوه اواز د ولسمشر‌ۍ په ټاکنو کې د ميرويس ياسيني څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
 
 غونډې ته حاجي ميرويس ياسيني او دده مرستيال عبدالقيوم سجادي ويناوي وکړي، ميرويس ياسيني په خپلو راتلونوکو پلانونو رڼا واچوله،او د غونډې ګډونوالو ته يي د تعليم ،اقتصاد کارموندنې ،امنيت،سولې راوستلو او ځوانانو ته په دولت کې د ونډې ورکولو ژمنه وکړه.
 
 په غونډه کې د کا بل ښار د لويديززون چې اکثريت يي هزاره ورونه دي ګډون درلود.
 
سجادي او ياسيني په خبرو کې د افغانانو په یووالي تاکيد وکړ او د یو جسم غړي یې وبلل.
 
له پلوه په کونړ او ننګرهار کې د سلفيانو د ټولنې مشرانو د ولسمشرۍ نوماند ميرويس ياسيني څخه د ملاتړ اعلان وکړ، په دې اړه د نوموړې ټولنې لخوا يوه درنه غونډه جوړه شوې وه.
 
دغه راز په بغلان ،تخار او هلمند کې هم د حاجي ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډې وشوې .
 
بغلان کې د محمد اصف په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه. په هلمند کې د سيد عباد الله او غلام قادر په مشرۍ  او په تخار کې د سرمعلم جمال ناصر په مشرۍ غونډې وشوې چې په هره غونډه کې په سلګونو کسانو ګډون کړى وو،دوى ميرويس ياسيني د ولسمشرۍ لپاره يو مناسب کانديد وباله.

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين  وياند ايمل یوسفزی
www.mirwaisyasini.af
yasini.compaign@gmail.com