د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له حامد کرزي څخه ولسي ملاتړ غونده

روح الله وفا 20.07.2009 22:23


نيټه: 29 چنګاښ 1388

نن د چنګاښ نه ویشتمه په کابل کې له حامد کرزي څخه د ولسي ملاتړ دفتر په خیمه کې غونډه وشوه:
غونډه چې د الحاج محمد جان الکوزي په نوښت جوړه شوې وه، په سلګونو سپورت کوونکي، محصلین، زده کوونکي او ښځې استازې راغلې وې، غونډه چې د قران سپیڅلي کتاب په مبارکو آیتونو سره پیل ورپسې ښاغلي سیداحمد سادات د چهاردهي سیمې د ورزشکارانو په استازیتوب ددوی پیغام واورولو او له ښاغلي حامد کرزي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، ورپسې د څلورمې ناحیې د ښوونکو په استازیتوب اغلې طبیبه د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ او له ښاغلی حامد کرزي څخه یې هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې دوره د ښځو رول یا نقش په نظر کې ونیسي. او ښځې له پامه ونه غورزوي، همدارنګه عبدالهادي رسولي د اولې ناحیې وکیل او د خلکو استازي د ښاغلي حامد کرزي کړنې بیان کړې او له ښاغلي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. ورپسې ښاغلي شازمان هاشمي د کابل د جنوبي سیمو د ورزشکارانو په استازیتوب د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ، ورپسې محمد اسماعیل دهسبزوال د ولایتي شورا نوماند او د دهسبز د اوسېدونکو استازي په خپل وار سره د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ، همدارنګه د پکتیا د ځوانانو او ورزشکارانو په استازیتوب ښاغلي ځاځي د ښاغلي حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ، همدارنګه محمد داوود د بګرامیو دځوانانو او ورزشکارانو په استازیتوب د ښاغلي حامد کرزي د ملاتړ اعلان وکړ، ورپسې ښاغلي حاجي صېب فقیر الدین د ښاغلی حامد کرزي په ویاړ یو ښکلي شعر ګډونوالو ته واوراوه او له حامد کرزي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، ورپسې محمد اکبر او ورسره ټیم مشرانو ته د احترام مراتب پر ځای کړل، حفیظ الله باشي د فدراسیون مشاور او د لسمې ناحیې استازي، اجمل پوپلزي او هاشمي د ښاغلي حامد کرزي د ملاتړ اعلان وکړ. ورپسې د ښاغلی حامد کرزي په ویاړ ښکلي شعرونه وویل شول او د ګډونوالو لخوا په تودو چکچکو بدرګه شول. غونډه چې د سهار لس بجې پیل شوې وه د غرمې دوولس بجې د دوعایې په ویلو سره پای ته ورسېده. روح الله وفا