د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل په مارکوپولو هوټل کې د يوسفزو او ميرعلي خېلو قومي مشرانو له ميرويس ياسيني ملاتړ اعلان کړ

ايمل یوسفزی 20.07.2009 08:35

مطبوعاتي اعلاميه
د بېړني خپراوي لپاره
چنګاښ ۲۹، ۱۳۸۸
۱۹ جولای ۲۰۰۹


نن په پلازمېنه کابل کې د مارکوپولو په هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه. په غونډه کې د یوسفزو او میرعلي خېلو قومونو مشرانو او د دې قومونو برسېره د ګدایي خېلو قوم خلکو هم برخه اخيستې وه.

د یوسفزو د قوم د سرتاسري شورا، د معلولينو، ښځو او ځوانانو شوراګانو استازو په په غونډه کې برخه اخيستي وه.
په غونډه کې د برخوالو شمېر ىرې زرګونو کسانو ته رسېده.

غونډې ته له ميرويس ياسيني برسېره د یوسفزو قوم په استازيتوب حاجي اکبر یوسفزي، انجنیر محمد قاسم یوسفزي، او د ميرعلي خېلو قوم په استازيتوب حاجي ببرک ميرعلي خېل،ځوانانو او ښځو خبرې وکړې.

غونډې ته ميرويس ياسيني په خپله تګلاره رڼا واچوله. د خبرو په ترڅ کې یې د قانون د حکمرانۍ په تطبيقولو او په دولتي ارګانونو کې د واسطه بازۍ او خپلولۍ پاللو په ختمولو تاکيد وکړ. ياسيني وویل چې د سمې حکومتدارۍ نشتوالي زموږ ملي ګټې او امنيت د خطر سره مخ کړي دي. خورا مهمه ده چې د ښې حکومتداري په رامنځ ته کولو سمدستي لاس پورې کړو، اداري فساد او خپلولي پالنه او واسطه بازي له منځه یوسو، او یو داسې سيستم رامنځ ته کړو چې د ښه کردار څښتن ته جايزه او د بد کردار څښتن ته سزا ورکړي. سياسي او مدني دندې بايد خلکو ته د کفايت او اهليت په اساس ورکړل شي.

د یوسفزو او ميرعلي خېلو قومونو مشرانو او حاضور غړو له ميرويس ياسيني څخه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ملاتړ اعلان کړ او ویې ويل چې خپل قومونه هڅوي چې ميرويس ياسيني ته رایه ورکړي. حاجي اکبر یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې د دوی د شورا یو مليون غړي له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ کوي.

غونډې ته د ګدايي خېلو د قوم یو مشر او پياوړي عالم مولانا محمد یعقوب ګدایي خېل هم خبرې وکړې او د ميرويس ياسيني دا تګلاره یې وستایله چې غواړي په هېواد کې اسلامي اقتصادي سيستم تطبيق کړي او په دې لړ کې اسلامي بانکداري مروجه کړي.

غونډې ته ميرويس ياسيني په خپلو خبرو کې وویل چې د ځوانانو او ښځو ونډه بايد په حکومت کې ډېره وي او ژمنه یې وکړه چې د ځوانانو د مشکلاتو د حل کولو دپاره به ځانګړی وزارت جوړوي. د ښځو د ونډې په اړه یې وویل چې ښځې بايد په حکومت کې سمبوليک نه بلکه حقيقي ونډه ولري. د ښځو زده کړه بايد عامه شي او ظرفيتونه یې لوړ شي تر څو وکړای شي په دولت کې حقيقي ونډه واخلي او دهېواد په پرمختګ کې برخه واخلي. هغه وویل په دې موخه بايد تعليمي بنسټونه ورغول شي.

ميرويس ياسيني وویل چې د ښځو له ونډې پرته د هېواد پرمختګ سخت دی.

ميرويس ياسيني د دولت د مخالفینو سره په خبرو کولو زور واچاوه او ویې ویل چې د سولې او ثبات لپاره اړينه ده چې د دولت ټول هغه مخالفين چې په دولت کې د شاملولو وړتيا ولري او د افغانستان په راتلونکي کې مثبت رول لوبولای شي پخلا کړای شي. هغه وویل چې زما حکومت به په دې لړ کې نه ستړي کېدونکي خواري کوي.

د نورو معلوماتو دپاره د ميرويس ياسيني د ټاکنیز کمپاين د وياند ايمل یوسفزي سره اړيکي ونيسئ.
ايمل یوسفزی – د ټاکنيز کمپايڼ وياند
٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
برېښنا ليک:  yasini.compaign@gmail.com 
ويبپاڼه www.mirwaisyasini.af