د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکټر اشرف غني د کمپاین لپاره د داوطلبانو ډله جوړه شوه.

ډاکټرعبدالجبارجبارخیل 18.07.2009 00:51

په خوست ولايت كې ځینو سیاسي او ټولنیزو شخصيتونو ،د کلتوري او ادبي ټولنو غړو ، قومي مشرانو ،د پوهنتون استادانو ، محصلانو او د ولایتي شورا ځینې کاندیدانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي لپاره د اتنخاباتي کمپاین په نیت یوه د داوطلبانو هسته يا ډله جوړه کړه .

په هغه غونډه كې چې نن په همدې موخه په خوست ښار كې جوړه شوې وه د سمون انجمن مشر فضل جان جهش ،د سولې پيغام رادیو مشر زاهدشاه انګار، قومي مشر محمدعظيم جان متونوال ، د شيخ زايد پوهنتون استادان، د ځوان مدني کلتوري خوځښت مشر میرعلي ملنګ، نظر محمد متونوال ، د حقوقو پوهنځى محصل فيض الله ،د افغاني ځوانانو د ټولنې مشر ډاكټر عبدالجبار جبارخيل ،په خوست كې ، د ولس غږ راډيو كاركوونكى محمدشاه فضليار، ځوان شاعران لکه ساجد بهار،عبدالواسع تسل،سیف الله غریبیار او داسې نورو ځوانانو او مشرانو ګډون كړى و.
دوى په خپلو ويناو كې د ولسمشرى څوكۍ ته د كانديدانو په ډله كې ډاكټر اشرف غني احمدزي هغه څوګ وباله چې افغانستان له اوسني بحراني حالت څخه په اسانى سره ويستلى او روان حالات كنترولولى شي.
ويناوالو په خپلو كې د ډاكټر احمدزي د تبليغاتي كمپاين پر كمزورتيا خواشيني وښوده خو ژمنه يې وكړه چې له ښاغلي احمدزي سره له ليدنو او كتنو او هر ډول امتياز پرته به د ده په ګټه تبليغاتي كمپاين كوي .
د يادولو ده چې ډاكټر اشرف غني احمدزى په خوست كې او بيا په ځانګړي په ځوان او لوستي قشر كې د پام وړ محبوبيت لري خو رسمي تبليغاتي كمپاين يې د بل سيال نوماند او برحال ولسمشر حامد كرزي په پرتله كمزورى دى .