د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځۍ چې کاندیدان سره وتلو

17.07.2009 01:26

راځۍ چې کاندیدان سره وتلو

ددې لیکنې موخه داده چی  دځان، هیوادوالو او راتلونکي نسل په اړه خپل  ایماني او وجداني  مسولیت  اورسالت په ښه توګه ادا کړو او دجمهوري ریاست  دکاندیدانو له ډلې څخه داسې چاته رایه ورکړو چې له یوې خوا مونږخپله  پخپلو رایو وویاړو، هیوادوال  مو له دې ستونزو او مصیبتونو څخه  خلاص شي او راتلونکي نسلونه راته  دوعاګانې وکړي او له بلې خوا مو دپاک خدای رضا هم په برخه شي. همدې ټکیو ته په پام سره به لومړي داسې شاخصونه  او معیارونه معرفي کړو چې له مخې یې مونږ په ډاډ سره یوه مشخص کاندید ته رایه ورکړو :

په لاندې  جدول کې دهرصفت په وړاندې دریو مخکښو کاندیدانو ته  له  لسو څخه  نمرې ورکړل شویدي. که زما په نمرو مو شک وو، تاسې کولای شي پخپله داتمرین ترسره کړﺉ او بیا تصمیم ونیسۍ.

مواصفات

دکرزي  لپاره  نمرې

دعبدالله لپاره نمرې

داحمدزي لپاره نمرې

مدیریت

۶

۶

۱۰

 رهبری

۷

۷

۱۰

سیاسی  پوهه

۸

۷

۱۰

اقتصادی پوهه

۵

۵

۱۰

ټولنیزه پوهه

۹

۸

۱۰

دمنطقی په اړه پوهه

۱۰

۱۰

۱۰

دنړي په اړه پوهه

۸

۷

۱۰

صداقت

۶

۶

۱۰

دبیت المال څخه نه غلا

۸

۸

۱۰

په وعده وفا

۱

۵

۱۰

دظلم څخه پاکوالی

۵

۴

۱۰

ښه  سابقه

۵

۳

۱۰

له تعصب څخه پاکوالی

۱۰

۶

۱۰

عمر

۱۰

۱۰

۱۰

روغتیا

۱۰

۱۰

۱۰

کاري تجربه

۱۰

۹

۱۰

قاطعیت

۵

۶

۱۰

د دیدګاه درلودل

۸

۸

۱۰

دپلان درلودل

۴

۶

۱۰

بې طرفی

۱

۱

۱۰

ټولې نمرې

۱۳۶

۱۳۲

۲۰۰

له ټولو رښتینو اوپه هیواد مینو افغانانو څخه هیله کوم چې پورتني معیارونه دانصاف په تله کې واچوي، مقایسه وکړي او بیا دوجدان دقضاوت له مخې  خپله رایه  وکاروي او نورو ته هم هغه لاره وروښيي چې دهیواد ملي ګټې پکې تامین ښکاري.

په  ډیر درنښت

ډاکټر عبدالواسع  )قانع(