د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاكټر غني د افغانانو د نېكمرغۍ ستورى

زرغون - پکتيا 16.07.2009 13:08

چې د نورو نېك خواهي لرې په زړه كې
مبارك شه بادشاهي لرې په زړه كې

داسې برېښي لكه ستر څښتن چې بيا د ځورېدلو، جنګ ځپلو او بې وزلو افغانانو د بخت ستورى ويښ كړى. لكه چې خداى تعالى بيا پر دې مېړني ولس يوه هستي لوروي. لكه بيا چې دغه ويرژلي ولس ته له څو لسيزو ستونزو، مرګونو، كړاونو او بدمرغيو د خوندي توب او وتلو يوه لاره او لورى ورښيي. د دغه مېړني او باتور ولس د مشرتابۀ واګې يوه هوښيار، ملي، وياړلي او سپېڅلي انسان ته سپاري.
څښتن تعالى د تېرو هغو لورينو لړ چې د ستر خوشحال، صوفي عبدالرحمان، ميرويس نيكه، مېړنى احمدشاه، علامه حبيبي، علامه رشاد، پوهاند رښتين ، استاد الفت او نورو ډېرومېړنيو په څېر يې په دې ولس د پېړيو په پوړيو كې لورولي وو دغه لړ نن تر ډاكټر غني پور وغځېد. هغه څوك چې د ارزښتونو، پوهې، فكر، مشرتوب يو ستر وياړ او غر دى.
افغان ولس او په ځانګړې توګه په ستونزو كې ګير او د كرزي په واكمنۍ كې د بې عدالتۍ او توپيري چلند له ناوړه پايلو څخه زيانمن شوي پښتانه ښايي د ستر څښتن د دې لورينې ډېره شكرانګي اداكړي چې د ډاكټر اشرف غني احمدزى يې د دغه بې برخليكه ولس مشرتوب او برخليك ټاكلو ته هڅولى دى.
دا نو اوس په ولس پورې اړه لري چې څومره په هوښياري او ځيركي سره دغه ستر او عظيم انسان درك كولى شي؟
ډاكټر غني ګمنام او ووړ سړى نه دى. ډاكټر غني هغه ياد او مشهور نوم دى چې د نړۍ په لر او بر كې يې د نوم په اورېدو سره د هر اورېدونكي په ذهن كې د مانيزو(معنوي) ارزښتونو يو غر انځورېږي. د يوه سپېڅلي انسان خندنۍ څېره يې سترګو ته ودرېږي. د هغه انسان چې ټول عمر يې په زده كړه او نورو ته په ښوونه تېر كړى دى.
د هېواد هره ستونزه يې په غور څېړلې. د خپلې ژورې مطالعې له مخې درته د هېواد ټولې او هر اړخېزې ستونزې په څو دقيقو كې له مناسبو او وړ حل لارو سره يوه يوه بيانوي.
خو بدمرغي په دې كې ده چې كله هم ستر څښتن پر افغان ولس كومه هستي لورولې ده نو كورنيو او بهرنيو دښمنانو په ټوله دوه رنګۍ، بې رنګۍ، مكر، چل او فرېب د هغه د تخريبولو پسې خپلې ناولې خولې او ژبې پرانيستې دي. د هغه په وړاندې يې د ولس بې باوري ډېره كړې ده. ولس ته يې په يوه بله بڼه ور پېژندلى دى.
افغان سيدجمال الدين او د خپلواكۍ ځلنده ستورى شاه امان الله خان غازي يې څرګندې بېلګې دي. چې د دښمنانو ناوړه تبليغاتو ورته په خپل كور كې د شپې تېرولو چانس كم كړ او همغه وو چې له هر ډول ټكر پرته يواځې د خپلو خلكو د هوساينې لپاره بې مخه ښې ترې نورو هېوادونو ته لاړل.
دغه ډول بدمرغه دښمنان دا مهال غواړي چې د افغانستان او افغانانو هغه ستر وياړ چې هر وخت پرې وياړلى شي ښاغلى ډاكټر غني په يوه او بل نوم بدنام كړي، د ولس په زړونو كې د هغوى محبوبيت راكم كړي، خو له نېكه مرغه چې اوس افغان ولس هوښيار شوى دى. اوس دا ولس په ډېره ښه توګه خپل دوست اودښمن درك كولى شي. خپل بادار او خدمتګار پېژني. په دې هم پوهېږي چې څوك يې پرټپونو ملهم لګولى شي؟
خو دهېواد له ځوان كهول څخه زما هيله او غوښتنه همدا ده چې واك ته د دغه ستر انسان په رسولو كې هيڅ ډول درېغ او لټي ونه كړي. له خپل كور، كلي او سيمې دې پيل كړي. د هېواد د بيا رغونې، د امنيت د ټينګښت، د بېكاري د له منځه وړلو، د زده كړې د كيفيت د ښه كولو او دودولو، د اداري فساد، بډو او نورو ګڼو اوسمهالو بدمرغيو په هكله دې د ښاغلي غني روښانه لارې، كړنلارې، پلانونه چې لري يې ولس ته ورسوي. د ولس ذهنونه دې د هغه په هكله راڼه كړي. دا دې هم ورته ووايي چې ښاغلى غني هغه څوك نه دى چې يواځې په ژمنو پايي. بلكې هغه څه چې وايي كټ مټ يې پلي كوي. ځكه د ډاكټر غني پلانونه د ده د خپلوتجربو، پوهې او فكر زېږنده دي او دى يې په پلي كولو پوره برلاسى دى.
سره له دې چې تېرو واكمنو د تشو ژمنو له امله په ولس كې يوه لويه بې باوري رامنځته كړې ده، خو له نېكه مرغه چې ډاكټر غني له هغو ټولو سره د ځمكې او اسمان هومره توپير لري.
ډېر روڼ او روښانه شاليد لري، ان د ده دښمنان هم دا زړه نه شي كولى او نه دومره څه موندلى شي چې د ده پر ضد يې د يوه ثبوت په توګه وړاندې كړي. ډاكټر غني هغه څوك وو چې د مارشال پر وړاندې يې په هغه وخت كې چې په كابل كې د زرګونو ګوندي ملېشو مشر وو ودرېد. هغه ته يې د رښتينې ملي اردو د جوړولو لارښوونه وكړه او ملي بودجه يې د هغه له لوټلو وژغورله. تورن اسماعيل خان يې له ټولو ګواښونو ، واك او ځواك سره دې ته اړ كړ چې د ګمركونو ملي عوايد د خپل جيب پرځاى ملي بودجې ته واستوي.
ترټولو مهمه لا دا چې له كومې ورځې د اداري فساد، بډو،چور، تالان او نورو ګڼو بدمرغيو له امله ډاكټر غني د كرزي له ادارې څخه مخه ښه واخيسته نو له همغې ورځې د كرزي اداره دومره كاواكه شوه چې بېخي په سينه پرېوتله.
په سلګونو پخواني جنګسالاران بېرته د كرزي په اداره كې په چور او تالان بوخت شول. نا امني د يوې وژونكې ناروغي په څېر د هېواد ټولو برخو ته خوره شوه ان د كرزي تر زنې لاندې وزارتونه هم كلابند او تر وسله والو بريدونو لاندې راغلل. كرزي ته يواځې د ژړا لاره ورپاتې شوه. په هره لويه غونډه كې يې د ستونزو د منطقي حل لارو په توګه يواځې وژړل، اوښكې يې تويې كړې او په دې توګه يې ولس ته خپله ټوله بې كفايتي وښوده.
خبره رالنډوم او وايم چې كه خداى مه كړه ولس بيا هم په راتلونكو ټولټاكنو كې خپل انتخاب په دقيقه توګه ونه كړي او يا ډاكټر غني ته په رايو وركولو كې زړه نازړه واوسي نو دا به بيا د نعمت كفران وي.
هغه مهال به نوبيا نه پښېماني څه ګټه لري او نه به د حل كومه لاره موجوده وي. ډاكټر غني د هېواد هغه رښتينى بچى دى چې په مشرتوب به يې تر پېړيو پېړيو پورې هېواد، ولس، تاريخ وياړي.
نو خپل دغه طلايي چانس له لاسه مه وركوئ، د نورو په نمايشي او فرمايشي غونډو، عكسونو، ژمنو او نورو مه غولېږئ، ستاسو په لاسونو كې د رايو اچولو كارډ تر كرزي، مارشال، د هغه له وسله والو، غونډو او هر څه ډېر واك، ځواك او ارزښت لري، نو خپل دغه واك او ځواك خپلو سلګونو هيلو او ارمانونو ته د رسېدو په موخه د ښاغلي ډاكټر غني لپاره وكاروئ.
دا په ټول ايمان اوباور درته وايم چې ډاكټر غني هغه انتخاب نه دى چې خداى مه كړه تاسو به پرې پښېمانه شئ.
ديوه ملګري په خبره مې نوره ليكنه رانغاړم.
ملګرى مې چې د ملګرو ملتونو كاركوونكى دى ويل چې: كلونه وړاندې په اسلام اباد كې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي ښاغلي لخدر ابراهيمي وينا كوله. نوموړي د ويناپه يوه برخه كې په ډېر ټينګار وويل چې : كه افغانستان ته خداى پاك كمونستان، خلقيان، جنګسالاران او نور وركړل نو د دې ټولو تر څنګ يې يو وياړ هم وربښلى داسې وياړ چې يواځې افغانستان نه بلكې ټوله نړۍ پرې د يوه رښتيني او ستر انسان په څېر وياړي او هغه ښاغلى ډاكټر اشرف غني احمدزى دى.
نو زه وايم چې راځئ خپل دغه وياړ نور هم وځلوو او نړۍ والو ته په ثبات ورسوو چې موږ نور په جنګسالارنو پسې نه ځو او جنګسالارانو ته ووايو چې:
ته طرفدار د تاريكي زه ارمانجن د رڼا
ملګريه درومه ستا جلا زما جلا لاره ده