د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ميرويس ياسيني د کمپاين ويبپاڼه په نوي پته په ليکه شوه

د ميرويس ياسيني کمپاين 16.07.2009 02:19


مطبوعاتي اعلاميه
د بېړنۍ خپرونې دپاره

د ولسمشرۍ د ټاکنو د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني کمپاين ټولو رسنيو او هيوادوالو ته خبر ورکوي چې د نوموړي د کمپاين ويبپاڼه په نوې پته  www.mirwaisyasini.af  په ليکه شوه. پخوا ويبپاڼه يواځې په www.mirwaisyasini.com په ليکه وه. 

په نوې ويبپاڼه کې نوې زياتونې شوي دي. د کمپاين د ورځني خبرونو تر څنګه اوس هېوادوال کولای شي د کمپاين پوسترونه، انځورونه او ويډيوګانې هم وويني. ويبپاڼه په پښتو، دري او انګليسي سمباله شوې ده.

هېوادوال کولای شي د کمپاين پوسترونه چاپ او په هېواد کې خپاره کړي. همدا راز موږ سره کولای شي د اړيکو په برخه کې د کمپاين د بېلابېلو مسولينو سره اړيکي ونيسي او د مرستې کولو په برخه کې کمپاين سره د مرستې کولو لارې چارې وپېژني.

موږ رسنۍ او هېوادوال هڅوو چې د کمپاين ويبپاڼه په دوامداره توګه د ټاکنو تر پايه وويني او که د هر ډول انتخاباتي سرغړونو په اړه معلومات لري موږ سره یې شريک کړي.

زموږ پخوانۍ پاڼه به یوه ورځ نوره هم په ليکه وي. موږ یې ټول معلومات نوې پتې ته ورزيات کړي دي او يوه ورځ پس زړه پته هم نوې پتې ته اړوو. هېوادوال او رسنۍ کولای شي د نوي او زاړه ادرس دواړو څخه ګټه واخلي.

د ميرويس ياسيني کمپاين
٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
Email:yasini.compaign@gmail.com