د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د احمدشاه بابا مېنې خلکو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ

د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مطبوعاتي اعلامیه 14.07.2009 18:10

د احمدشاه بابا د مېنې (ارزان قيمت) خلکو نن د يوې غونډې په جوړولو ولسمشرۍ ته نوماند له ميرويس ياسيني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

غونډې ته د څرخې پله مشران سپين ږيري، ځوانان،ښځې او ديني عالمان راټول شوي ول.

په دغه غونډه کې چې د دريو سو څخه زياتو خلکو برخه اخيستي وه،لومړى دميرويس ياسيني په شخصيت رڼا واچول شوه،او د نوموړي تېر کارونه د قدر وړ وبلل شول.

همدا راز د ميرويس ياسيني د کمپاين لخوا شيما خروټي او زيرک احمدي په خپل وار خبرې وکړې ،دوى د کرزي اداره يوه ناکامه او له فساده ډکه اداره وبلله او زياته يي کړه چې په تيرو اوو کلونو کې د نړيوالي ټولني د شتون سره سره او د ملياردونو ډالرو په مصرفولو سره په هيواد کې هيڅ يو اساسي کار ندى شوى.

د خلکو او دولت تر مينځ فاصله ورځ په ورځ زياتيږي،خلک د فقر او بد بختيو سره مخ کيږي،د افغانستان د نفوس نيمايي برخه اوس هم لا په ولږې ګيډه ويده کيږي،په داسې حال کې چې د ښاغلي کرزي د ادارې غړي او ترينه راتاوه مافيا د ملت ويني څښي،ملي او نړيوال بانکونه د دوى له بانکې حسابونو نه ډک دي،اداري فساد لکه د ويني سرطان د افغانانو هډونه زبيښي.

ميرمن خروټي په خلکو غږ وکړ چې اوس وخت ددې رارسيدلى دى چې تيرې تجربې تکرار نکړو، په يوه غږ په کلک عزم خپل راتلونکى وټاکو،نور نو دغه اوسنى اداره د زغملو نده،او هيواد يوه نوي بدلون او اساسي ژغورني ته اړتيا لري ، او ددغو کارونو جوګه يواځې او يواځې د افغانستان خلک او ددوى سره مل ،ملي شخصيت ښاغلي ميرويس ياسيني دى.

همداراز د احمدشاه بابا مېنې خلکو د( ژوندى دې وي ياسيني ) شعارونو په ورکولو سره،له ميرويس ياسيني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او دى يي يو ښه او مناسب نوماند وباله.