د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې دولتي چارواکي دولتي وسايل د حامد کرزي په ګټه کاروي

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 14.07.2009 10:40

مطبوعاتي اعلاميه
د بېړنۍ خپرونې دپاره
۲۲ چنګاښ، ۱۳۸۸

په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين یو مطبوعاتي کانفرانس په دې موخه راوبللو  چې د رسنيو له لارې افغان ولس د حامد کرزي په ګټه د دولتي وسايلو د کارولو او په دې اړه له اړينو قوانينو څخه د سرغړونو په هکله خبر کړي.

د ياسيني کمپاين یو تن مسول سید عبدالغفار رسنیو ته وویل چې د ننګرهار په ولايت کې د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين او د ننګرهار چارواکي په دوامداره توګه له دولتي وسايلو څخه په خپل ټاکنيز کمپاين کې ګټه اخلي.  د ننګرهار دولتي چارواکي د ولايت مقام د حامد کرزي د کمپاين د غونډو دپاره کاروي چې د قانون څخه روښانه مخالفت دی.

د کمپاين مسولينو وویل چې  د ننګرهار چارواکي حامد کرزي ته کمپاين کوي.  په دې لړ کې د کمپاين مسولينو د ننګرهار د پوهنې رياست، ښارو الۍ او شمېر نورو رياستونه نومونه ياد کړل او ویې ویل چې کارکونکي او چارواکي یې په دوامداره توګه خلک هڅوي چې حامد کرزي ته رایه ورکړي او کمپاين ورته وکړي.

د دې سرغړونو په لړ کې د ياسيني د کمپاين مسولينو د ارګ یو شمېر چارواکي هم تورن کړل او ویې ویل چې دوی له کابله د ننګرهار ولايت ته سفر کوي او حامد کرزي ته کمپاين کوي. دوی د ننګرهار تلويزيون ته بلل کېږي او کوښښ کوي د ولس هغه اندېښنې چې د ځينو ډلو ټپلو سره د حامد کرزي د واک د ويش او ولسواليو په ولايت اړولو په اړه شته له منځه يوسي.

له بلې خوا د شپې په تياره کې په منظم ډول د ميرويس ياسيني ټاکنيز پوسترونه ، اعلانونه ، او شعارونه څېرې کېږي او له منځه وړل کېږي. یو شمېر پولیس په دې سرغړونه کې ککړ دي. پوليس چې حق نه لري چا ته کمپاين وکړي، د ميرويس ياسيني پوسترونه څېري کوي او پر ځای یې د حامد کرزي پوسترونه ځړوي. سره د دې چې امنيتي چارواکي په دې سرغړونو خبر دي، د دې کار مخنیوی نه کوي .

د يادونې وړ ده چې په هرات کې هم د حامد کرزي ټاکنيز کمپاين دې ته ورته سرغړونې کوي. د هرات ملي تلويزيون او چارواکي په ښکاره حامد کرزي ته په خپرونو کې کمپاين کوي .

د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنو د څارنې ازادې ټولنې (فیفا) هم ملي تلويزيون حامد کرزي ته په کمپاين کولو او په خپل کمپاين کې د دولتي وسایلو په کارولو تورن کړی وو.

د ياسيني ټاکنيز کمپاين ټول کورني او بهرنيو څارونکي او د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه هيله لري چې دا ډول سرغړونې ثبت او مخنيوی یې وکړي.

د ياسيني ټاکنيز کمپاين په دې تاکيد کوي چې د دا ډول سرغړونو مسوليت د ښاغلي حامد کرزي په غاړه دی. او که د ټاکنو په بهير یې هر ډول اغېزه ولرله موږ ته به د منلو وړ نه وي.

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين
د لا زياتو معلوماتو د پاره د کمپاين د وياند ايمل یوسفزي سره اړيکي نيولای شئ

٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
Email:yasini.compaign@gmail.com