دولت له پولیسو څخه د امنیت د ټینګولو پر ځای د انتخاباتو کمپاین لپاره کار اخلي.
13.07.2009 23:40۱۳۸۸/۴/۲۲ (کابل، افغانستان): د طلوع تلویزیون په ۱۳۸۸/۴/۲۰ نېټه د یو تن نوماند لپاره د پولیسو د کار او فعالیت په اړه یو راپور خپور کړ.دا په داسي حال کې دی چې د هېواد امنیتي حالت ورځ په ورځ مخ په خرابیدو دی.
مونږ د یو ناکام دولت څخه دداسي اعمالو تمه لرو او پوهېږو چې ښاغلی کرزی د خپل کار د دوام لپاره به په داسي نورو ډیرو اعمالو لاس پوري کړي. ولي په هغه ورځ چې خلک د خپل هېواد مشر ته رای ورکړي، د کرزي ټولي هیلي به د خاورو سره یو شان شي. ځکه چې زمونږ خلک د یوداسي عادل نظام او قاطع ، پیاوړی او زړه سواند مشرغوښتونکي دي چې د داسی نظام د عملي کولو لپاره ښه کاري پلانونه ولري نه ښاغلی کرزی.
اشرف غني احمدزي و خلکو ته د یو میلیون کارونو، یومیلیون اوسېدنځایونو ،د څښلو پاکي اوبه او په سوله کې د ښه ژوند ژمنه وکړه.ښاغلی کرزی د خپلي ناکامې رهبرۍپه خاطر هره ورځ له ۶-۱۰پولیس وژني. اوس د کرزي څخه د وژل شوو ملکي کسانو د شمېر په هکله وپوښتئ.
"د جرمونو، اختطا فونو او وژلو سطحه هره ورځ مخ پر لوړوالي ځي.بیګناه کسان زندان ته استول کېږي او مجرمین د کرزي په لاسلیک بخښل کېږي.د ملت شتمني څو محدود کسان غلا کوي او خلک په لوږه کې ژوند کوي.دا هغه پلان دی چې کرزی یې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره لري. او زه دا نشم زغملای.
کارله مزدوری مونږ ته ډیرڅه راکوي. کار زمونږ امنیت تامینوي.په داسي یو وخت کې چې هېواد په ژورجنګ کې راښکېل دی .د کرزی کورنۍ له حالاتو څخه ګټه اخلي. افغانان حق لري چې کار وکړي ، برېښنا ولري، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري او د امېدواري ښځي و روغتیا ته پاملرنه وشي. ډیر کارونه یانې ډیر خدمت او ډیر امنیت."
اشرف غني احمدزی
د اشرف غني د کمپاین د فتر به د شکایاتو کمیسیون ته د اسنادو او شواهدو سره مراجعه وکړي