د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هرات کې د ولسمشرۍ د خپلواک کانديد ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 13.07.2009 11:08

د هرات په ښار کې په سلګونو خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له خپلواک کانديد څخه نن د يکشنبې په ورځ ملاتړ اعلان کړ.

په غونډه کې ځوانانو، ښځو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه. غونډې ته د قومي مشرانو او دځوانانو د استازو برسېره په هرات کې د ميرويس ياسيني د کمپاين مشر صفي الله مجددي هم خبرې وکړې.

صفي الله مجددي دولتي رسنۍ تورنې کړې او ویې ويل چې د ولسمشرۍ د کانديد حامد کرزي په ګټه کمپاين کوي.
صفي الله مجددي د هرات تلويزيون د نمونې په توګه یاد کړ او ويې ویل چې له ايماندارۍ کار نه اخلي، په ټاکنو کې يې ناپييلتوب له لاسه ورکړی او په غير قانوني توګه حامد کرزي ته کمپاين کوي. نوموړي وویل چې همدا خبرې یې رسنيو ته په جلا مطبوعاتي کانفرانس کې هم رسولي دي.

مجددي دا هم وويل چې د حامد کرزي کمپاين غواړي خلک له رایو اچولو څخه منع کړي.

په غونډه کې ويناوالو د ميرويس ياسيني په لرليد او تګلاره رڼا واچوله. د کمپاين مسولينو غونډه والو ته وويل چې ميرويس ياسيني د ازاد بازار د اقتصاد پلوی دی خو په دې شرط چې بندوباره نه وي او دولت یې د خلکو په ګټه وکاروي، داسې اقتصاد چې د اسلام اصولو ته ژمن او د یو څو چپاولګرو او غلو په ګټه ونه کارول شوي. غونډه والو ته د ميرويس ياسيني دا پيغام هم وروسول شو چې د بري په صورت کې به په هېواد کې اسلامي بانکداري مروجوي.

د ميرويس ياسيني کمپاين
د نورو معلوماتو دپاره د کمپاين د وياند ايمل یوسفزي سره اړيکي ونيسئ
٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
Email:yasini.compaign@gmail.com