میرویس یاسیني د اروپايي ټولنې دسفیر ایتوري فرانسسکو سره وکتل
10.07.2009 19:44ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني نن دجمعې په ورځ په افغانستان کې داروپا دټولنې سفیر ایتوري فرانسسکو سیکیا Ettorefrancesco secui سره په خپل کور کې لیدنه وکړه.
داروپايي ټولنې سفیر په افغانستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هراړخیزې خبری وکړې،او په دی یې ټینګار کاوه چې ټاکنې باید په کره او روښانه توګه تر سره شي،او تر ډیره حده باید هڅه وشي چې د هر ډول درغلیو مخه ونیول شي.
سفیر وعده وکړه چې نړیواله به خپله هڅه وکړي چې دټاکنو د پروسې څخه په سم ډول نظارت وکړي.
په همدې کتنه کې میرویس یا سینی هم خبرې وکړې او داورپايي ټولنې له ناپییلی پالیسی څخه یې خوښی څرګنده کړه،او زیاته یی کړه که چیرته دی بریالۍ شي نو په اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاوړ د نړیوالې ټولنې سره په متقابل باوریوه سالمه اداره رامینځته کړي.
دمیرویس یاسینی مطبوعاتي دفتر
۰۷۰۰۲۵۱۸۰۳