کرزی د مناظرې نه په ویره کې - اشرف غني
10.07.2009 03:03د دریو مناظرو په لړۍ کې، چې موږ پرې له مخه موافقه کړې وه، د ښاغلي کرزي لخوا د نه ګډون پریکړه د افغانستان د ځوانې ډیموکراسۍ د پروسې د ټکنۍ کېدنې لپاره د هغه یوه هڅه ده.
له مناظرې د ښاغلی کرزي له دغې تیښتې دوه منطقي استنباطونه کیدای شي:
لومړی: ښاغلی کرزی نه غواړي ددې کال انتخابات په خپله ټاکلې نیټه (د اسد ۲۹مه) باندې تر سره شي، نو ځکه ده ته په تلویزیون کې د ملیونونو وګړیو مخته په ژوندۍ مناظره کې ګډون د وخت ضایع کول بریښي.
سربیره پر دې، چې ولسمشر يې د اساسي قانون له مخې په بشپړه توګه غیر قانوني دی، دغه به د افغانستان لپاره يوه بله تراژيدي وي.
زه پر کرزي غږ کوم، چې د افغانستان ټولو خلکو ته اعلان وکړي، چې انتخابات به په خپل ټاکلي وخت، د اسد ۲۹مه، تر سره کیږي او دی به هیڅ داسې عمل نه تر سره کوي، چې له افغانانو يې په خپل حکومت کې تغیراتو راوستلو او د موجود نظام د بدلولو حق واخلي.
دویم: هغه جدي نیوکې، چې دده خلاف کیدای شي، خو سړی دې نتیجې ته رسیږي، چې ښاغلی کرزی له ما سره د مخامخ کیدلو جرئت نه لري، چې د افغانستان د خلکو مخته د ځان دفاع وکړای شي.
افغانان د خپلو ځينو خصوصياتو په اساس په ټوله نړۍ کې پيژندل کيږي: لکه ددوی قوي او ټینکه اسلامی عقیده، د کورنۍ او ټولنې لپاره ددوی پاملرنه، زیار کښنه، او له ټولو مهمه، زموږ قوت او جرئت.
اوس دغه يو څرګند دلیل دی، چې ولسمشر کرزی نور د بوش د ادارې د پردې شا ته نشي پټیدلای. نن، سره له دې چې کرزی د خلکو تر فشار لاندې دی، چې د دوی مخته ودریږي، له ما سره مناظره وکړي او افغانانو ته ځواب ووايي، خو دی بيا هم غواړي په ارګ کې همداسې پټ پاتې شي.
د ارګ د دیوالونو تر شا دده د پټیدلو دغه تصمیم روښانوي، چې دغه ولسمشر ددغه ملت د رهبرۍ قوت او جرئت نه لري.
حقیقت دا دی، چې هر افغان باید په خپل ورځني ژوند کې د بې امنیتۍ، بې قانونۍ، د برېښنا د نه شتون، غیر صحي اوبو او فاسد حکومت له ريښو سره مبارزه وکړي.
افغانستانه، اغه اوس زموږ وخت دی.”