د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پنجاب بايد تقسيم کړل شي ، اباسين د ترهګرۍ مخه نه شي نيولی: اسفنديارولي

زاهد بونېری 09.07.2009 15:33

د عوامي نېشنل ګوند سرمشر ښاغلي اسفنديارولي خان وئيلي دي چې مونږ صرف د پښتو نه بلکه د ټولې سيمې د بقاء په جنګ کښ بوخت يو۔ پکار ده چې د کلهم پاکستان اولس او سياسي ګوندونه زمونږ ملګېرتيا اوکړي ۔ ځکه که دوۍ زمونږ مرسته اونکړه نو په درياې سين کښې بيا دومره زور نشته چې په اټک بيا د دهشت ګردۍ د ګواخ مخه ونيسي او مخې تللو ته ئې پرې نه ږدي ۔

د چارسدې د ضلعي ناظم ساجدخان په عوامي نېشنل پارټئ کښې د شموليت په موقعه په پختونخوا هاوس پېښور کښې کېدونکې غونډې ته د خپلې وېنا په وخت

اسفنديار خان وئېل چې لکه څه رنګه د اېمن الظواهري په سر ټول مصر شرخوښے نه شي بلل کېدلے ، هم دغه رنګ د فضل الله يا مسلم خان په وجه ټول پښتون قام دهشت ګر نه شي کېدے ۔ دوۍ وئېل چې بايدداسې وران کارو ته مونږ طالبان اونه وايو بلکه دوۍ وران کاري اوبالو۔

اسفنديارولي خان وئېل چې په مالاکنډ ډويژن کښې مو د عدل نظام د چا وران کاري په اشاره نه بلکه د اولس د خوښې له کبله راوستے دے او ترڅو چې مونږ په واک کښې يو، دغه د عدل نظام به پلي ساتو۔

دوئ وئېل چې ترهګرو زمونږ ګرېوانونو ته لاسونه رارسولي وو او اوس به مونږ دا جنګ خپل منطقي انجام پله رسوو ۔

 د عوامي نېشنل ګونډ سرمشر د پنجاب صوبې د تقسيم په اړه وئېل چې پنجاب بايد تقسيم کړل شي او سرائېکي ليکه بايد ځانله صوبه جوړه کړل شي ۔ مونږ د اولې نه د سرائيکي صوبې پلويان يو۔

 دوۍ غوښتنه اوکړه چې صوبو ته دې د سياسي خپلواکئ سره سره مالي خودمختاري هم ورکړل شي ، ځکه چې دا د پاکستان د سالميت لپاره ضروري ده ۔

 اسفنديارولي خان يادونه اوکړه چې دوۍ د څلورو کالو راسې چغې وهلې چې په افغانستان کښې لګېدلے هور کوم چې فاټا ته رارسېدلے دے ، دا به وړاندې سوات پله رارسي او که چرې د ملک سياسي ګوندونو او اولس په شريکه سره زمونږ ملګېرتيا اونکړله نو دغه هور به ټول پاکستان په خپله ولقه کښې واخلي .