د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انتخاباتي کمپاین په اړه له الجزیرې تلویزیون سره د اشرف غني ځانګړې مرکه

سمسور 09.07.2009 14:39

د ۲۰۰۹ کال د جولای د میاشتی ۷ نیټه
کابل افغانستان

د مرکې مهم ټکي:

“زه ددې هیواد په یو کلي کې لوی شوی یم. زه خپل هیواد، خلک، او د هغوی ارزښتونه ښه پيژنم. هغه څه چې کرزي زما له هیواد سره وکړل، زما لپاره خواشينوونکي دي او زړه مې ماتوي. کرزی له خپل صلاحیت نه په ناوړه استفاده د مخدره موادو له قاچاقبرانو سره مرسته کوي، او داسې یو قانون یې لاسلیک کړ، چې په ښځو باندې جنسي تیري ته اجازه ورکوي. دغه زما لپاره د منلو وړ نه دي.”
“راتلونکې ټولټاکنې د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې د اوسني نظام پرځای یو بل بهتر نظام وټاکي. دا په خلکو اړه لري، چې د حکومت د حکومت او د ولس د حکومت تر منځ انتخاب وکړي.”
“زما ولسمشري به د راتلونکيو ۳۰ کالونو لپاره د خلکو ولسمشري وي، نه د تیرو ۳۰ کالونو د جنګسالارانو هغه.”
“موږ دمګړۍ د سلګونه زرو وګړیو د حرکت په تنظیم بوخت يو.”
“د افغانستان زامن او لوڼې د خپل وطن لپاره د مرګه نه ویریږي او نه به موږ د هغوی د راتلونکي لپاره په مبارزه کې د ډار احساس وکړو.”
په پای کې ډاکتر اشرف غني وویل “د اګست ۲۰مه [د اسد ۲۱مه] زموږ ورځ ده او زه پوهیږم، چې زموږ خلک به رايه ورکړي.”