د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کارتي نو او بګرامي خلکو، سپينږيرو او ځوانانو له ميرويس ياسيني څخه ملاتړ اعلان کړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 08.07.2009 18:39

کابل

نيټه :١٧.١٣٨٨.٤

د کارتي نو او بګرامي  خلکو، سپينږيرو او ځوانانود يوې غونډې په ترڅ کي نن سهار په ١١:٠٠بجو خپل ملا تړ د ولسمشرۍ له نوماند ميرويس ياسيني څخه اعلان کړ.

ګډونوال چي په دريمه کارته کې راغونډ شوى وو.د افغانستان  له اوسنۍ ادارې څخه سر ټکاوه.او د کرزي حکومت يي  يو ناکام نظام  وباله او زياته يى کړه چې ولس له اوسني حکومت څخه په تنګ شوى دى.هغه وعدې چى ښاغلي کرزي له خلکو سره کړې وې سرته يى ونه رسولي .خلک ورځ په ورځ له فقر او بدبختيو سره مخ کېږي.حکومتي دستګاه له فساده ډکه ده حکومت يواځى په يو څو ښارونو کي حاکميت لري  او ولس له خونديتوب څخه بى برخې دى .

نور نوبايد دغې غميزې ته د پاى ټکى کيښودل شي. همدا شان سپينږيرو په دى ټينګار کاوه چى اولس يو نوي بدلون ته اړتيا لري ،چى هيواد له موجوده بحرانه د پرمختګ او سوکالۍ خواته يوسي .دوى وويل   يواځينى کس چې کولاى شي د هيواد سالمه رهبري وکړي هغه ښاغلى ميرويس ياسيني دى.

ګډونوال چې د سلګونو کسانوپه شاوخوا راټول شوي وو، په يوه غږ يي له ميرويس ياسيني څخه ملا تړ اعلان کړ او ډاډ يي ورکړ.چې دوى په دې برخه کي هر ډول مرستى ته چمتو دي .مشرانو، د غونډى په ترځ کي خپلې غوښتنې ښاغلي ميرويس ياسيني ته  وړاندې کړې چې د برياليتوب په  ترڅ کي به ددوى روا غوښتنې پوره کوي .

همداراز ښاغلى ميرويس ياسينى هم خپله وينا واوروله او زياته يى کړه، چي زه د ملت بچۍ يم.د خلکو له مينځه راوتلى يم ، اوه کاله کيږى چي ستاسي د زوريدلى ملت استازيتوب کوم.اوسنۍ اداره يو ناکامه، له فساد او مافيا ډکه ده. زه که چيرته د خداى په توکل او ستاسي د پاک اولس په ملا تړ کامياب شوم، نوانشاالله يوه سالمه اداره، چې په اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړه وي را مينځته کړم .

ياسيني وويل:چى دى په نظر کي لري .چي دهيواد په ميليونونو هکتاره،هغه ځمکې چې وچې پاتي دي د هغو سيندونو  له اوبو څخه  چي بى ځايه ګاونډيو هيوادونو ته روانې  دي خړوبې کړي، چې په ترڅ کې به يې هم خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به له اقتصادي او زراعتي پرمختګ سره مرسته وکړي .ده وويل :چى د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ  يواځينۍ لاره دا ده ،چى زموږد خلکو يوه لويه سلنه  لوستي شي. ده ژمنه وکړه ،چې  ښوونيز بنسټونه به  پياوړي کړي . ښځو ته به په مساوي ډول  په حکومت کې فعاله ونډه ورکړي د امنيت په راوستلو کې به له خلکو څخه ملاتړ وغواړي، هغه افغانانو ته چې له اوسنۍ ادارې څخه ناراضه دي د خبرو بلنه ورکړي ،چې د هيواد په ابادولو کې په ګډه  کار وکړي.

همدا شان د جلال اباد په ښار کې هم په زرګونو کسانو د يوې لويي غونډې په جوړولو سره  له ميرويس ياسيني څخه  خپل ملاتړ اعلان کړو، د ننګرهار خلکو ميرويس ياسيني غوره نوماند وباله او ويي وويل چې يواځينى نوماند چې ټول ملت پرې اعتماد کولاى شي  ښاغلى ياسيني دى.

ايمل يوسفزى

د ياسيني کمپاين وياند

٠٧٨٦٢٧٢٤٥١

Email:yasini.compaign@gmail.com