د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوداونو د استازو سره وليدل

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 08.07.2009 14:58

ميرويس ياسيني د ناټو غړو هيوادونو سفيرانو سره په کابل کې وليدل. په کتنه کې د ولسمشرۍ خپلواک کانديد ميرويس ياسيني او د نوموړي کاري ډلې سفيرانو ته د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل پروګرام په اړه توضيحات ورکړل.

د ميرويس ياسيني وياند ايمل یوسفزي رسنيو ته وويل چې ياسيني د سفيرانو سره په کتنه کې په دې تاکيد وکړ چې ټاکنې باید په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات رامنځ ته کړي، او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه ډیموکراسۍ، سالمې حکومتدارۍ او د قانون واکمنۍ ته وده ورکړي.

ياسيني سفيرانو ته دا هم وويل چې په هېواد کې د اوسنيو ننګونو له منځه وړلو، د روښانه راتلونکې او ډيموکراسۍ خوا ته د تللو، له نشه يي توکو څخه د پاک پرمختللي افغانستان د جوړولو په موخه ځانګړې تګلاره لري چې د یوې مسلکې، ماهرې،او ایمانداره کاري ډلې په واسطه به یې پلي کوي.

یوسفزي زياته کړه چې په کابل کې د ناټو غړو سفيرانو د ټاکنو په شفافيت ټينګار وکړ او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګولو ته ژمن دي.

 

د نورو معلوماتو دپاره:

ايمل یوسفزی
د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين وياند
تيليفون:0786272451

پته:کارتې سه اتم سرک د ياسيني کمپاين ساحوي دفتر.

برېښناليک: yasini.compaign@gmail.com