د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ولسمشرۍ د کانديد میرویس یاسيني لنډه پیژندنه

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 07.07.2009 09:57

 د ولسمشرۍ د کانديد  ښاغلي میرویس یاسيني لنډه پیژندنه

۱۳۸۸ لمریز کال - کابل - افغانستان

ښاغلی میرویس یاسیني د مولوي عبدالستار زوی د مولوي عبد الکریم لمسی په ۱۳۴۲ لمریز کال د ننګرهار د ولایت د کامې د ولسوالۍ په ده طاهر کلي کې په یوه افغانه متدینه کورنۍ کې زیږیدلی دی.

کله چې روسي بلواګرو  ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، نوموړی ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو. څه موده وروسته د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کې شامل شو او له همدغه پوهنتون څخه يي په شرعیاتو او سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسترۍ سندونه تر لاسه کړل.

ښاغلي میرویس یاسني د هجرت او زده کړې په دوران کې وتوانید چې د افغانستان د خلکو د سپیڅلي جهاد پر مهال د هیواد او هیوادوالو پر وړاندې خپله ایماني او وجداني دنده تر سره کړي.

په هیواد کې د سیاسي بدلونونو وروسته په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د سرې میاشت د رئیس او تر هغې وروسته د مالیې وزارت د بهرنیو اړیکو او اقتصادي ارزونې د رئیس په توګه پر دنده وګمارل شو.

ښاغلي یاسیني د افغانستان په بیړنۍ لویه جرګه کې چې په کال ۱۳۸۱ لمریز کې جوړه شوه غړیتوب واخیست، تر هغې وروسته د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ۱۶۹ رایو په ګټلو د مرستیال په توګه غوره شو، او په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې د عمومي رئیس په توګه په دنده پېل وکړ.

په همدې ډول  ښاغلی یاسیني په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د نشه يي توکیو پر وړاندې د مبارزې د وزارت د معین په توګه وټاکل شو.

په افغانستان کې د پارلماني ټولټاکنو په بهیر کې ښاغلی یاسیني د ننګرهار ولایت څخه خپلواک نوماند و. د ملت د رایې په وړلو يي ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه او تر دا مهاله د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه  خپله دنده پر مخ وړي.

میرویس یاسیني  پنځه بچي لري چې درې يي لوڼې او دوه زامن دي. نوموړی د سپیڅلي جهاد له پیل څخه تر اوسه د یو هیوادپال  او نوښتګر افغان په توګه د خپل ولس په خدمت کې پاتې شوی، د بریالیتوب پړاوونه  يې په خپل ستړي کیدونکي زیار لنډ کړي دي.

ښاغلي میرویس یاسیني اوس مهال د جمهوري ریاست د نوماند په توګه د یو ستر ملي او اسلامي مسؤلیت پر وړاندې ځان چمتو کړی دی.

میرویس یاسیني یوه داسې ټولنیزه او سیاسي څېره ده چې په لسګونو ملي او نړیوالو غونډو او همدا راز پارلماني سفرونو کې یې د پام وړ بریالیتوبونه لاسته راوړي دي چې له امله يي د ملي او نړیوال سیاسي کړیو د پام وړ ګرځیدلي دي.

ښاغلی یاسیني په پښتو، دري، عربي، انګليسي او اردو ژبو رواني خبرې کوي. ياسيني د ملت په کور کې د ملګرو تر منځ یو ځانګړی دریځ غوره کړی چې د ولسي جرګې د څلورم تقنیني کال په پېل کې د ۱۳۴ موافقو رایو په ګټلو د دوهم ځل لپاره د دې جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.

ښاغلی یاسیني په ملي یووالي، ټولنیز عدالت او د قانون پر واکمنۍ ټینګه عقیده لري.