د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل ولایت کې کابل دوبۍ هوټل د کرزي په ملاتړ غونډه وشوه

روح لله وفا - د حامد کرزي کمپاين 06.07.2009 17:15

نن د چنګاښ پنځلسمه په کابل ولایت کې یوه لویه غونډه وشوه

نن دوشنبه د چنګاښ پنځلسمه د کابل ولایت، کابل دوبۍ هوټل کې یوه لویه غونډه وشوه غونډې ته په زرګونو کسان راغلي ول، د غونډې په پیل کې د قرآن سپېڅلي کتاب څو مبارک آیتونه تلاوت شول وروسته ښاغلی اکبري د حزب وحدت ملي رییس خپله وینا واوروله او له ښاغلي کرزي نه یې غوښتنې درلودې ګډونوالو ته بیان کړې، ورپسې ښاغلي عبدالله پوپل راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل همدارنګه نوموړي د جلالتماب حامد کرزي پیغام واورولو او له ګډونوالو او راغلو مېلمنو نه یې مننه وکړه. غونډه چې د سهار په لس بجې پیل شوې وه د غرمې دوولس بجې د دوعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.